د ارګ له ویاندویۍ تر یوټیوبه؛ وحید عمر د «پخلنځي خبرې» په نوم ویډويي خپرونه پیلوي
د جمهوري نظام پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ پخواني ویاند او سلاکار وحید عمر د «پخلنځي خبرې» په نوم یوټیوب خپرونه پیلوي، چې پکې د افغانستان د روانو حالاتو او تېرو تجربو په تړاو خبرې اترې کوي.
وحید عمر په همدې تړاو په یو ویډیو کلېپ کې ویلي، چې په تېرو درېیو کلونو کې یې د جلا وطنۍ پرمهال د نورو افغانانو په څېر د ژوند خورا سختې شېبې تجربه کړې.
هغه زیاته کړې:« له بده مرغه د افغانستان دننه مو ژوند له محرومیت او خفګانه ډک دی. له بده مرغه له افغانستانه بهر مو هم د خفګان او ناهیلۍ ژوند دی».
هغه وایي، په جلا وطنۍ کې افغانان د خپل وطن، راتلونکي او اولادونو په تړاو له اندېښنو ډک ژوند لري.
د وحید عمر په خبره، د دغو کیسو او تجربو د اورېدو لپاره یې د «پخلنځي خبرې» په نوم د پوډکاسټونو دغه لړۍ پیل کړې ده.
د نوموړي په وینا؛ غواړي د یوټیوب د دغه خپرونې له لارې به د ژوند د بېلابېلو مسایلو په تړاو خپلې تجربې شریکې کړي او داسې مېلمانه به هم راوبلي، چې د روانو حالاتو تر څنګ د خپل ژوند د لوړو ژورو په تړاو رېښتونې او ناویلې خبرې شریکې کړي.
د ولسمشر ماڼۍ د دغه پخواني ویاند دغه اقدام ته پر خواله رسنیو هم ډول ډول غبرګونونه ښودل شوي؛ ځینو غندلی او ځینو یې بیا ستاینه کړې ده.
د خېبر عمر په نوم د خواله رسنیو یوه کارکوونکي ورته لیکلي:«شل کاله د سېسټم جوړونې او نهاد سازۍ لپاره کافي وخت وو؛ خو تاسې هېڅ هم ونکړل. د لوېدیځ اشپزان او د فابریکو کارکوونکي پکې تر معینیت او ریاستونو ورسېدل».
یو بل کس بیا په طنز ورته ویلي، چې د پرځېدلي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د چارو ادارې پخوانی مشر فضل محمود فضلي هم له ځانه سره په دغه پخلنځي کې په دنده وګومارئ.
یو شمېر کسانو بیا د وحید عمر د یوټیوب له خپرونې هرکلی کړی او تمه یې ښودلې، چې د لیدو لپاره یې د انتظار شېبې شماري.
د یوسف ځدراڼ په نوم یو کس ورته وایي: « ښه راغلاست، په لېوالتیا به یې اورو».
تر دې دمخه د پخواني جمهوري نظام یو شمېر نورو چارواکو هم د پوډکاسټونو ورته لړۍ جوړې کړې دي.
پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني هم هره میاشت د غږیزو پوډکاسټونو له لارې د افغانستان پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کوي؛ خو د هغه پوډکاسټ ډېری مسایل له اقتصادي لیده د موضوعاتو پر اکاډمیکې او علمي تبصرو ته ځانګړې شوې وي.
د پرځېدلي جمهوري نظام یو شمېر پخوانیو لوړپوړو چارواکو بیا د تېرو شلو کلونو پر مهال د سیاسي ناندریو، حکومتي مسایلو او د خپل کاري ژوند په تړاو کتابونه هم لیکلي دي.
د ملي امنیت پخوانی سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا، د حامد کرزي د دفتر پخوانی رییس کریم خرم او محمد عمر داودزی په هغو کسانو کې شمېرل کېږي، چې د جمهوري نظام پر مهال یې د خپلو دندو او سیاسي هلو ځلو په تړاو کتابونه لیکلي.
د دغو کسانو د کتابونو ځیني موضوعات هم لانجمن شوي او ان د ارګ له ځینو پټو رازونو یې هم پردې پورته کړې دي.