په افغانستان کې د مخابراتي شبکو ۸ مېلیونه سېم کارټونه لا هم بې‌ثبته پاتې دي

زیار خان یاد
زیار خان یاد

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د طالبانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی، چې د تېرو درې نیمو کلونو په لړ کې یې نږدې ۱۸مېلونه سېم کارتونه ثبت کړي دي. دغه وزارت وایي، دا کار یې د خلکو د رواني امنیت لپاره کړی دی؛ خو لا هم اته مېلیونه سېم کارتونه له ثبت پاتې دي.

د طالبانو د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزی وایي، په هېواد کې ناقانونه سېم کارتونو د خلکو رواني امنیت ګواښلی و او ترې ناوړه ګټه اخیستل کېده چې له همدې کبله دوی د خپلې واکمنۍ په لومړیو کې د ثبت بهیر پیل کړ.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې ټول ټال ۲۶مېلیونه سېم کارټونه وېشل شوي؛ خو طالبانو ته لا هم د پاتې اته مېلیونو د ثبت جنجالي بهیر په مخ کې پروت دی.

طالبان وایي، چې د هېواد په ګوډ ګوډ کې د مخابراتي شبکو د سېم کارټونو د وېش بهیر یې روان ساتلی دی.

هم‌مهاله د مخابراټي شبکو له لوري هم په خواله رسنیو کې پېغامونه خپرېږي او له خپلو پېرېدونکو غواړي، چې خپل سېم کارټونه ثبت کړي.

طالبان داسې مهال د ناقانونه سېم کارټونو پر ضد د اقداماتو خبره کوي، چې د پرځېدلي جمهوري نظام پر مهال یوه لویه نیوکه دا وه چې همدا ډله د خپلو وسله‌والو فعالیتونو لپاره له بې ثبته سېم کارټونو کار اخلي.

طالبانو د خپلو وسله‌والو فعالیتونو پر مهال خپلې اړیکې په تورو بازارونو کې پر اخیستل شویو هغو سېم کارټونو ټینګولې، چې ثبت نه وو.

ویل کېږي، طالبانو ان د جمهوري نظام پر پوځیانو او بهرنیو ځواکونو د بمي چاودنو پر مهال موبایلونه د غیر راجسټر شویو سېم کارټونو سره چاودېدونکو توکو پورې تړل او بیا د ټلېفوني اړیکې له لارې چاودنې ورکولې.

د راپورونو له مخې، پخواني جمهوري نظام څو ځله هڅه وکړه چې د ناقانونه سېم کارټونو د ثبت بهیر پراخ کړي؛ خو طالبان یې د هېواد په ګوډ ګوډ کې پر وړاندې لوی خنډ وو.

ناقانونه سېم کارټونه که څه هم یو مهال د طالبانو د فعالیتونو لپاره یو لوی فرصت و؛ خو اوس ورته امنیتي سرخوږی هم دی.

د مخابراتي چارو کارپوهان وايي، طالبان د سېم کارټونو په ثبت سره غواړي، چې د افغانستان دننه ټولې اړیکې وڅاري او دوی ته ورپېښ امنیتي ګواښونه هم له همدې لارې کنټرول کړي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو د مخابراتو وزارت او اترا ادارې پر مخابراتي شبکو ځانګړې څار ډله رامنځته کړې ده.

دغه څار ډله مسوولیت لري، چې له مخابراتي شبکې اړې کړي؛ تر څو ټولې مشکوکې اړیکې له دوی سره شریکې کړي او همدا راز د طالبانو د غوښتنو پر بنسټ هم د ځینو شمېرو اړیکې او غږیز معلومات له دوی سره شریک کړي.

په دغه څار ډله کې د طالبانو د استخباراتو تخنیکي کسان هم شته.

ناقانونه سېم کارټونه په افغانستان کې نه یوازې د ترهګرو ډلو لپاره د اړیکو ټینګولو یو ښه فرصت دی؛ بلکې د جنایي جرمونو تر څنګ په وسله‌والو غلاوو او د انسان تښتوونو پېښو کې هم ترې کار اخیستل کېږي.

بېلګې شته، چې انسان تښتوونکو له خلکو سره په غیر راجسټر شویو سېمکارټونو اړیکې نیولې او د ګواښ تر څنګ یې ترې پیسې غوښتي دي.

له دې سره، سره د افغانستان په ځینو لرو پرتو سیمو کې لا هم د مخابراتي شبکو فعالیتونه نشته.

د هېواد په بېلابېلو کلیوالو سیمو کې شکایتونه دا دي، چې مخابراتي شبکو خپل پوښښ نه دی ورغځولی؛ چې نورستان ولایت یې تر ټولو ډېر اغېزمن هغه بلل کېږي.

د نورستان اوسېدونکي شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د مخابراتي شبکو فعالیتونو د مرکز پارون په ګډون یوازې د ولسوالیو تر مرکزونو پورې محدود دي.

همدا راز بله نیوکه دا ده، چې په هېواد کې د مخابراتي شبکو د انټرنېتي خدمتونو بیې اوس هم د پخوا په څېر لوړې دي او هېڅ ډول ځانګړی بدلون پکې نه دی راغلی.

د جمهوري نظام پر مهال د مخابراتي شبکو پلمه دا وه، چې ګوندې طالبانو ته په لرې پرتو سیمو کې باج ورکوي او د لوړو لګښتونو له کبله اړ دي چې د اړیکو او انټرنېټي خدمتونو بیې لوړې کړي؛ خو د دغه پلمې له ختمېدو سره، سره هم بیې ټیتې نه شوې.

همدا راز د مخابراتي شبکو کاروونکي شکایتونه لري، چې د ۴جي یا څلور نسل د انټرنېت په نوم پرې خورا د ټېټ سرعت کڅوړې پلورل کېږي؛ خو طالبانو د خپلو هغو ادعاوو سره سره دغه ستونزې نه دي حل کړي.

که څه هم طالبانو په وار، وار د انټرنېټ د بیو ټیټوالي په تړاو خبرونه خپاره کړل؛ خو په عملي توګه د بیو په ټیټوالي کې لا تر اوسه هېڅ راز ښکاره بدلون نه دی لیدل شوی.