- ۲ ساعتونه مخکې.AP ۱۴۰۳ لړم ۰۲ ۰۶:۱۰
بېل ګېټس د کمالا هرېس ټاکنیز کمپاین سره ۵۰ مېلیون ډالره مرسته وکړه
د مایکروسافټ بنسټ اېښودونکي بېل ګېټس د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس له ټاکنیز کمپاین سره ۵۰ مېلیونه ډالر مرسته وکړه.
- ۹ ساعتونه مخکې.AP ۱۴۰۳ لړم ۰۱ ۲۳:۱۲
د امریکا ټاکنې/ ۲۰۲۴
- ۱۳ ساعتونه مخکې.AP ۱۴۰۳ لړم ۰۱ ۱۸:۴۸
د امریکا ټاکنې/۲۰۲۴
- ۱۵ ساعتونه مخکې.AP ۱۴۰۳ لړم ۰۱ ۱۶:۴۸
ټرمپ: کمالا "تنبله" ده ځکه یوازې د یوې مرکې لپاره یوه ورځ رخصت اخلي
د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پر خپلې سیالې کمالا هرېس تور ولګاوه، چې هغه تنبله ده او په داسې حال کې چې څورالس ورځې ټاکنو ته پاتې دي د مرکې لپاره یوه ورځ رخصت اخلي.
- ۱۶ ساعتونه مخکې.AP ۱۴۰۳ لړم ۰۱ ۱۶:۰۸
د امریکا ټاکنې: په څلورو وروستیو ټولپوښتنو کې کمالا له ټرمپ مخکښه ده
د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په څلورو وروستیو ټولپوښتنو کې د ډېموکراټانو نومانده کمالا هرېس د جمهوري غوښتونکو له نوماند ډونالډ ټرمپ څخه مخکښه ده.
- ۱۷ ساعتونه مخکې.AP ۱۴۰۳ لړم ۰۱ ۱۵:۲۶
کرملېن: د امریکا ټاکنې په خلکو پورې اړه لري، هر کس چې د امریکا خلک ټاکي موږ کار ورسره کوو
امریکايي رسنۍ ادعا کوي، چې د روسیې یو شمېر تلویزونونه د کرملېن ماڼۍ د خپرنیز لارښود پر بنسټ د ټرمپ په ګټه خپرونې کوي؛ خو کرملېن ماڼۍ بیا ویلي، چې د امریکا ټاکنې د امریکا په خلکو پورې تړاو لري او هر شخص چې وټاکل شو دوی ورسره کار کوي.
- ۱۹ ساعتونه مخکې.AP ۱۴۰۳ لړم ۰۱ ۱۲:۵۲
د امریکا په اوو مهمو ایالتونو کې د ټرمپ او هرېس ترمنځ ټاکنیزه سیالي
د یوې نوې سروې موندنې چې د دوشنبې په ورځ خپرې شوې په چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوو مهمو کاندیدانو ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس ترمنځ سیالي لا هم د دغه هېواد په اوو مهمو ایالتونو کې ډېره نژدې او سخته ده.
- ۲۰ ساعتونه مخکې.AP ۱۴۰۳ لړم ۰۱ ۱۲:۲۲
د امریکا ټاکنې به د افغانانو د حقوقي وضعیت په برخه کې ټاکونکې وي؟
- پرون.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۲۰:۰۷
ټرمپ پر هرېس د ډیک چینې د لور د ملاتړ د ترلاسه کولو له امله نیوکه وکړه
د متحده ایالاتو د ولسمشر مرستیالې کاماله هارېس د متحده ایالاتو پخوانۍ جمهوري غوښتونکې استازې لیز چیني ته مخه کړې، چې د لا ډیرو جمهوري غوښتونکو رای ورکونکو ملاتړ ترلاسه کړي. لیز چیني د امریکا د پخواني ولسمشر د مرستیال ډیک چینې لور ده.
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۲۰:۰۴
د امریکا د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه وروستي جزییات په لاندې ویډیو کې لیدلی شئ.
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۱۸:۵۰
د متحده ایالاتو ټاکنې؛ د جنجالي ټاکنو په درشل کې د سیاسي تاوتریخوالي پیښې ډیرې شوي
د پنسلوانیا په یارک ښار کې، یو سړي د خلکو هغه ډله تورنه کړه چې د مرستیالې ولسمشرې کاماله هارېس له پاره یې کمپاین کاوه، چې یو ۷۴ کلن سړی یې په سر کې په سوک وهلی او یو بل ته یې سپکاوی کړی.
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۱۶:۳۴
د جمهوري دولت پخوانی ډېپلوماټ: د امریکا داخلي - سیاسي کشمکشونه پر افغانستان اغېز نه لري
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۱۶:۲۷
د متحده ایالاتو ټاکنې؛ د احتمالي کړکېچنو پایلو په اړه ډاروونکې اندېښنې
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۱۴:۳۳
نظرپوښتنه؛ له هرو پنځو څخه یو جمهوري غوښتونکی وايي چې ټرمپ باید واک تر لاسه کړي
د امریکا د عامه مذهب څېړنې انسټیټیوټ (پي ار ار ای) د تازه سروې له مخې، په امریکا کې له هرو پنځو جمهوري غوښتونکو څخه یې یو په دې باور دی، چې ټرمپ باید بېرته واک تر لاسه کړي.
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۱۴:۳۱
له افغانستان انټرنشنل - پښتو څخه د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو تازه حال
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۱۳:۵۵
د متحده ایالاتو ټاکنې؛ د پېنسلوانیا والي د ایلن ماسک په تړاو د څېړنو غوښتنه وکړه
د ټېسلا کمپنۍ مالک ایلن ماسک د تېرې شنبې په ورځ په پېنسلوانیا کې د ټرمپ په ملاتړو کې د پچه اچونې له مخې ګټونکي ته یو میلیون ډالر ورکړل.
په ورته وخت کې د پېنسلوانیا والي جوش شاپېرو د نوموړي په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۱۳:۱۱
هیل مجله: ټرمپ په نوې نظر پوښتنه کې د لومړي ځل لپاره هرېس ته ماتې ورکړه
د هیل مجلې د نظرپوښتنې له مخې، د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس د دې هېواد د اوسنۍ مرستیالې کمالا هرېس په پرتله لوړ چانس لري، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۱۳:۰۰
د امریکا ټاکنې؛ ټرمپ له مکډونالډ څخه لیدنه وکړه
- ۲ ورځې مخکې.AP ۱۴۰۳ تله ۳۰ ۰۳:۰۴
د امریکا ټاکنې؛هرېس خپله ۶۰ مه کلیزه په کلیسا کې ونمانځله، ټرمپ له مکډونالډ څخه لیدنه وکړه
د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نومانده کمالا هرېس د یکشنبې په ورځ خپله ۶۰مه کلیزه په جورجیا کې له دوو کلیساو څخه په لیدنې سره ونمانځله.
د هغې جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ بیا په پېنسلوانیا کې د مکډونالډ رسټورانټ کې پیرودونکو ته چپس پاخه کړل.