نظرپوښتنه؛ له هرو پنځو څخه یو جمهوري غوښتونکی وايي چې ټرمپ باید واک تر لاسه کړي

د امریکا د عامه مذهب څېړنې انسټیټیوټ (پي ار ار ای) د تازه سروې له مخې، په امریکا کې له هرو پنځو جمهوري غوښتونکو څخه یې یو په دې باور دی، چې ټرمپ باید بېرته واک تر لاسه کړي.

د پي ار ار ای تازه سروې ښيي، چې د متحده ایالاتو ۱۹ سلنه جمهوري غوښتونکو ویلي، چې که ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ په ټاکنو کې ماتې وخوري، نو هغه باید پایلې باطلې اعلان کړي او هر هغه څه باید وکړي چې اړتیا یې وي.

سروې زیاتوي، چې په هرو لسو جمهوري غوښتونکو کې درې تنه په دې باور دي، چې امریکا خوښي ښايي د امریکا د نجات لپاره تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړي.

د دغې نظر پوښتنې یو پوښتونکي رابرټ جونز وویل: "زه له تېرو شلو کلونو را په دې خوا نظرپوښتنې کوم خو اوسنيو ځوابونو او سروې زما خوب تښتولی دی."

ټاکل شوې، چې د امریکا ټاکنې د نومبر په پنځمه نېټه ترسره شي.