ټرمپ: کمالا "تنبله" ده ځکه یوازې د یوې مرکې لپاره یوه ورځ رخصت اخلي

د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ پر خپلې سیالې کمالا هرېس تور ولګاوه، چې هغه تنبله ده او په داسې حال کې چې څورالس ورځې ټاکنو ته پاتې دي د مرکې لپاره یوه ورځ رخصت اخلي.

ټاکل شوې ده، چې د امریکا مرستیاله ولسمشره او راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ډېموکراټانو نومانده کمالا هرېس د این بي سي تلویزون سره نن خپله ټاکنیزه مرکه وکړي.

ډونالډ ټرمپ نن سې شنبه (د اکټوبر ۲۲مه) په فلورېډا کې یوې غونډې ته ویلي، چې هرېس له کمپاین څخه په داسې حال کې یوه ورځ رخصتي اخلي، چې ټاکنو ته یوازې ۱۴ ورځې پاتې دي.

هغه زیاته کړه، چې نوموړې "تنبله" ده.