د امریکا په اوو مهمو ایالتونو کې د ټرمپ او هرېس ترمنځ ټاکنیزه سیالي

د یوې نوې سروې موندنې چې د دوشنبې په ورځ خپرې شوې په چې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو د دوو مهمو کاندیدانو ډونلډ ټرمپ او کمالا هرېس ترمنځ سیالي لا هم د دغه هېواد په اوو مهمو ایالتونو کې ډېره نژدې او سخته ده.

د دې سروې د پایلو له مخې، چې د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې او شار انسټیټیوټ له خوا په ګډه ترسره شوې، ټرمپ په اریزونا ایالت کې د ۴۹ سلنه رایو په ترلاسه کولو سره له خپل ډېموکراټ سیالې څخه مخکې دی.

هرېس هم په دغه ایالت کې ۴۶ سلنه رایې ترلاسه کړې دي.

د جورجیا په ایالت کې ګټه د هریس په لاس کې ده او هغې وکولای شول چې په دې ایالت کې د ۵۱ سلنه رایې ورکوونکو مثبت نظر را جلب کړي؛ خو په دغه ایالت کې د ټرمپ ونډه له ۴۷ سلنې زیاته نه ده.

په درېیو ایالتونو پېنسلوانیا، میشیګن او ویسکانسن کې هم حالات د هرېس په ګټه دي او له بلې خوا ټرمپ د شمالي کارولینا ایالت په کاندیدانو کې په لومړي ځای کې دی.

خو په نیواډا ایالت کې دواړو کاندیدانو په سلو کې ۴۸ رایې ترلاسه کړې دي.

په دغې سروې ۵ زره ۱۶ احتمالي رایې ورکوونکو ګډون کړی و.

ټاکل شوې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې نومبر میاشتې په پنځمه نېټه ترسره شي.

رویټرز لیکلي، چې د وروستیو نظرپوښتنو له مخې هرېس له خپل جمهوري غوښتونکي سیال څخه یو څه مخکې ده. خو دا د نوموړې لپاره د بریالیتوب معنا نه لري.