هیل مجله: ټرمپ په نوې نظر پوښتنه کې د لومړي ځل لپاره هرېس ته ماتې ورکړه

د هیل مجلې د نظرپوښتنې له مخې، د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس د دې هېواد د اوسنۍ مرستیالې کمالا هرېس په پرتله لوړ چانس لري، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

د دغې نظر پوښتنې له مخې، ټرمپ اوس د ولسمشرۍ د ګټلو چانس ۵۲ سلنه لري، د هرېس لپاره بیا د اټکل له مخې د بریا چانس ۴۲ سلنه ټاکل شوی دی.

دوو ورځپاڼو ګارډین او وال سټریټ ژورنال د اکټوبر په ۱۳مه په اوو ایالتونو کې د ټولپوښتنې په کولو سره په دغو کلیدي ایالتونو کې د ټرمپ لپاره د رایه ورکوونکو د ملاتړ د زیاتېدو خبر ورکړ. فایننشل ټایمز ورځپاڼې د پنجشنبې په ورځ (اکټوبر ۱۷) لیکلي چې ټرمپ هڅه کوي د خپل انتخاباتي کمپاین په وروستیو ورځو کې پر خپلو میلیونونو پلویانو د کریپټو کرنسۍ له ټوکنونو څخه نیولې تر ساعتونو، عطرونو، کتابونو او زیورونو پورې د بېلابېلو توکو په پلورلو سره د خپلې کورنۍ شتمنۍ زیاتې کړي.

د اګست تر وروستیو پورې، د هرېس د ګټلو چانس شاوخوا ۵۴ - ۵۶٪ او د ټرمپ چانس شاوخوا ۴۴ - ۴۶ ٪ اټکل شوی و؛ مګر د اکټوبر له پیل راهیسې، دا مساوات بدل شوی او وړاندوینو ښودلې چې د دواړو کاندیدانو چانس نږدې مساوي دی.

د اکټوبر د ۱۷مې د وړاندوینې ماډلونو وښودله چې دواړه نوماندان احتمالي د ګټلو مساوي چانس لري او د اکتوبر په ۲۰مه بیا ټرمپ مخکښ شو.

د ټاکنو په پایلو کې بدلون د ویسکانسن او میشیګن په کلیدي ایالتونو کې د ټرمپ د نظر پوښتنې په پایلو کې د ښه والي سره سمون خوري هغه دوه ایالتونه چې مخکې یې د هریس پر لور تکیه درلوده.

ټرمپ لا د مخه په اریزونا، جورجیا او شمالي کارولینا ایالتونو کې لږ مخکښ و.

اووه برخلیک ټاکونکي ایالتونو په ګډون اریزونا، جورجیا، میشیګن، نیواډا، شمالي کارولینا، پېنسلوانیا او ویسکانسن کولی شي د ۲۰۲۴ کال د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ ټاکنو برخلیک وټاکي.