کرملېن: د امریکا ټاکنې په خلکو پورې اړه لري، هر کس چې د امریکا خلک ټاکي موږ کار ورسره کوو

امریکايي رسنۍ ادعا کوي، چې د روسیې یو شمېر تلویزونونه د کرملېن ماڼۍ د خپرنیز لارښود پر بنسټ د ټرمپ په ګټه خپرونې کوي؛ خو کرملېن ماڼۍ بیا ویلي، چې د امریکا ټاکنې د امریکا په خلکو پورې تړاو لري او هر شخص چې وټاکل شو دوی ورسره کار کوي.

یو شمېر امریکايي رسنیو ویلي، چې د متحده ایالاتو د ټاکنو په تړاو د کرملېن ماڼۍ خپرنیز لارښود د ټرمپ په ملاتړ دی او روسي رسنۍ د ټرمپ په ملاتړ ځکه خپرونې کوي، چې د ټرمپ په پالیسۍ کې له اوکراین سره د جګړې په تړاو مرسته کمه ښکاري.

د امریکا غږ انګلیسي څانګې په یو راپور کې ویلي، چې د روسي دولت پلوو رسنیو خپرونې ولیدل شي؛ نو په ډاګه به شي، چې د روسیې حکومت د ټرمپ بریا ته خوښ دی.

خو کرملېن ماڼۍ بیا د امریکا په ټاکنو کې د ځانګړو اشخاصو ملاتړ رد کړی او ویلي یې دي، چې د امریکا ټاکنې داخلي مساله ده.

ټرمپ چې په څو کلونو کې یې په پرله پسې ډول د پوتین ستاینه کړې او د ښو کاري اړیکو په لرلو یې ویاړي، د اوکراین د جګړې د مرستې لپاره علاقه مند نه ښکاري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سپټمبر په میاشت کې ویلي وو، کله چې ټرمپ ولسمشر و، له هغه سره یې په سپینه ماڼۍ کې لیدلي وو او هغه "دوستانه" شخص و.

که څه هم روسیې بار - بار د امریکا ټاکنې د دغه هېواد داخلي مساله یاده کړې؛ خو له دې وړاندې هم په امریکا کې یو شمېر کړیو په تېرو ټاکنو کې روسیه په لاسوهنو تورنه کړې وه.