د متحده ایالاتو ټاکنې؛ د پېنسلوانیا والي د ایلن ماسک په تړاو د څېړنو غوښتنه وکړه

د ټېسلا کمپنۍ مالک ایلن ماسک د تېرې شنبې په ورځ په پېنسلوانیا کې د ټرمپ په ملاتړو کې د پچه اچونې له مخې ګټونکي ته یو میلیون ډالر ورکړل. په ورته وخت کې د پېنسلوانیا والي جوش شاپېرو د نوموړي په اړه د څېړنو غوښتنه کړې ده.

ماسک د شنبې په ورځ د پېنسلوانیا په هاریسبرګ کې د ټرمپ ملاتړو ته د یو میلیون ډالرو چیک ورکړ او ژمنه یې وکړه، چې د ټاکنو تر ورځې به هر ملاتړي ته چې په پچه اچونه کې یې نوم ټاکل کیږي هره ورځ یو میلیون ډالر ورکوي.

د پېنسلوانیا ډېموکراټ والي شاپیرو بیا ویلي، چې ماسک پلان چې په پېنسلوانیا کې راجستر شويو رایه ورکوونکو ته پیسې ورکړي او دا د ژورې اندېښنې ځای دی.

پېنسلوانیا د ټرمپ او هرېس دواړو لپاره یو اړین ایالت دی، چې په لویو پایلو کې اغېزناک ثابتېدی شي.