د امریکا ټاکنې: په څلورو وروستیو ټولپوښتنو کې کمالا له ټرمپ مخکښه ده

د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو په څلورو وروستیو ټولپوښتنو کې د ډېموکراټانو نومانده کمالا هرېس د جمهوري غوښتونکو له نوماند ډونالډ ټرمپ څخه مخکښه ده.

د سې شنبې په سهار د ډېموکراټانو نومانده د مشورتي اونیزې په ټولپوښتنه کې له ټرمپ څخه مخکښه ده.

د ټولپوښتنې له مخې، کمالا له ۴۶ څخه تر ۵۰ سلنې پورې د امریکا د احتمالي رایه ورکوونکو ملاتړ له ځانه سره لري، چې دا ملاتړ په تېره اونۍ کې له ۴۵ څخه تر ۵۱ سلنې پورې و.

د رویټرز او ای پوسس تازه ټولپوښتنه چې نن سې شنبه خپره شوې، پکې کمالا له ۴۳ څخه تر ۴۶ سلنه پورې د ټولپوښتنې د ګډونوالو ملاتړ له ځانه سره لري او له ټرمپ مخکښه ده.

بل خوا د فاکس نیوز په ټولپوښتنه کې چې د تېرې چهار شنبې په ورځ خپره شوې ده، ټرمپ له له ۴۸ څخه تر ۵۰ سلنه د احتمالي رایه ورکوونکو ملاتړ له ځانه سره لري او له کمالا څخه مخکښ دی.

همدا راز د هیل مجلې د نظرپوښتنې له مخې، د متحده ایالاتو پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ اوس د دې هېواد د اوسنۍ مرستیالې کمالا هرېس په پرتله لوړ چانس لري، چې د ۲۰۲۴ کال د نومبر په ۵ د ولسمشرۍ ټاکنې وګټي.

د دغې نظر پوښتنې له مخې، ټرمپ اوس د ولسمشرۍ د ګټلو چانس ۵۲ سلنه لري، د هرېس لپاره بیا د اټکل له مخې د بریا چانس ۴۲ سلنه ټاکل شوی دی.

د ماریسټ کالج له خوا د شویو دوو ټولپوښتنو پر بنسټ کمالا هرېس له ټرمپ مخکښه ده، چې له مخې یې کمالا د احتمالي رایه ورکوونکو له ۴۷ څخه تر ۵۲ سلنه ملاتړ له ځانه سره لري.

ټاکل شوې، چې د امریکا د ولسمشرۍ ټاکنې د نومبر په ۵مه نېټه ترسره شي، چې د امریکا د ټاکنو په تاریخ کې د دویم ځل لپاره یوه مېرمن د ټولپوښتنو له مخې مخکښه ده.