بېل ګېټس د کمالا هرېس ټاکنیز کمپاین سره ۵۰ مېلیون ډالره مرسته وکړه

د مایکروسافټ بنسټ اېښودونکي بېل ګېټس د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماندې کمالا هرېس له ټاکنیز کمپاین سره ۵۰ مېلیونه ډالر مرسته وکړه.

که څه هم بېل ګېټس تر اوسه په ښکاره ډول د کمالا هرېس ملاتړ نه دی کړی؛ خو د کمالا هرېس د ټاکنیز کمپاین لپاره یې ۵۰ مېلیونه ډالر مرسته کړې او له دې دا په ډاګه کېږي چې د مایکروسافټ بنسټ اېښودونکی د ډیموکراټ ګوند له نوماندې ملاتړ کوي.
بېل ګېټس وايي:« ما له ډېرو سیاسي مشرانو سره کار کړی دی؛ خو دغه ټاکنې بل ډول دي.»
هغه وایي:« ما تل د هغو سیاسي مشرانو ملاتړ کړی، چې د روغتیا ساتنې، د بې وزلۍ د له منځه وړلو او د اقلیم د بدلون په اړه روښانه تګلارې لري.»
د امریکا د فوربس مجلې له مخې، بېل ګېټس دا مهال د نړۍ د شتمنو کسانو په نوملړ کې په دیارلسم ځای کې دی چې شتمني یې ۱۰۵ مېلیارډ ډالره ده.
له بل پلوه د امریکا د ټېسلا شرکت بنسټ اېښودونکی اېلان ماسک بیا په خواله رسنیو کې په ښکاره توګه د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ ملاتړ کوي.
اېلان ماسک د نړۍ تر ټولو بډایه سړی دی، چې ډېری وختونه د ډونالډ ټرمپ په ټاکنیزو غونډو کې هم لیدل کېږي.