ظاهر څراغ
د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال
د افغانستان د جمهوري نظام وروستي ولسمشر محمداشرف غني په «پنځه دېرشم» پوډکاسټ کې وايي چې د مخابراتو پرمختګ، په ځانګړې توګه بېسیم ټکنالوجي، د انسانانو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یو بنسټیز بدلون راوستی دی.
په جلاوطنۍ کې د افغانستان جمهوريغوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت (پيډياېماې) له ۱۴ زرو څخه ډېرو افغانانو لپاره د امریکا متحدهایالاتو د خونديتوب وضعیت (ټيپياېس) پر لغوه کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.
د الجزیرې د راپور پر بنسټ، په غزه کې د خوړو کمښت او د ماشومانو د تغذیې ناوریني وضعیت نړۍوالې اندېښنې راپارولي دي. بشرپاله بنسټونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې ډېری ماشومان د ورځې په اږدو کې ډېرو کمو خوړو ته لاسرسی لري چې د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.
د افغانستان د سولې په چارو د متحدهایالاتو پخوانی استازی زلمی خلیلزاد د خپلو باخبره سرچینو په حواله وايي، چې ښایي پاکستان د افغان کډوالو له اېستلو څخه «افغانستان ته د داعش وسلهوالې ډلې د لېږدولو لپاره د یوې پلمې په توګه کار» واخلي.
د پاکستاني دولت د ضربالاجل له پای ته رسېدو وروسته، له پاکستانه د افغان کډوالو د شتمنۍ او پانګې د برخلیک په تړاو جدي اندېښنې راپورته شوي او افغانستان ته د کډوالو له ستنېدو سره سم، د پاکستان په ګڼ شمېر ښارونو کې د افغانانو اړوند هټۍ او د کاروبار ځایونه په ټپه درېدلې دي.
د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د طالبانو د «عمومي عفوې» له اعلان سره- سره، لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته منلې چې دغې ډلې په پکتیکا کې د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت یو افسر نیولی دی.
د نارنج ګل مشاعري یو شمېر ګډونوالو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ګډونوالو شعرونه د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور ریاست د یوې ټاکل شوې کمېټې په خوښه انتخاب شوي دي.
له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخت ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او سلګونه نور سخت او بېروني ټپيان شوي دي.
د ښځو نړۍواله ورځ چې د جمهوریت په دوو لسیزو، په ځانګړې توګه د دې دورې وروستیو کلونو کې په بېلابېلو پروګرامونو سره د هېواد په لویو ښارونو کې لمانځل کېده، اوسمهال د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې دا چې نه لمانځل کېږي، بلکې د لوېدیځوالو د پروژې نوم هم ورکول کېږي.