نارنج ګل مشاعره؛ یو شمېر شاعرانو ته د شعرویلو اجازه نهده ورکړل شوې
د نارنج ګل مشاعري یو شمېر ګډونوالو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل، چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزې مشاعرې د ګډونوالو شعرونه د دغې ډلې د اطلاعاتو او کولتور ریاست د یوې ټاکل شوې کمېټې په خوښه انتخاب شوي دي.
دغو ګډونوالو د پنجشنبې په شپه ( د وري ۱۴مه) زیاته کړې، د اطلاعاتو او کولتور ریاست د شعرونو د انتخاب او ارزونې کمېتې یو شمېر شاعرانو ته اجازه نه ده ورکړې چې په دغې دودیزې مشاعره کې خپل شعرونه ووايي.
د ګډونوالو د معلوماتو پر بنسټ، د هغو ادبیانو شعرونو چې پر دغې ډلې یې ډېره انتقادي بڼه لرله، د یادې ډلې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شعرونو د ارزونې او انتخاب کمېټې لهخوا رد شوي او لیکوالانو ته یې د ویلو اجازه نه ده ورکړل شوې.
ګډونوال وړاندې وايي چې په ننګرهار کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د نارنج ګل دودیزه مشاعره د اکثریت طالب پلوه شاعرانو او فرهنګیانو په حضور کې ترسره شوې ده.
دا مشاعره تېره شپه د جلالاباد ښار په سراجالعمارت تاریخي بڼ کې جوړه شوې او پهکې د خېبرپښتونخوا یو شمېر فرهنګیانو او شاعرانو هم ګډون درلود.
په ننګرهار کې د طالبانو د حقاني شبکې اړوند کس او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کولتور رییس قاري احسانالله ساجد د دغې ډلې له ملي ټلوېزیون سره په یوې مرکه کې د نارنج ګل د سږنۍ مشاعرې د ګډونوالو شمېر تر ۱۰ زرو کسانو ډېر بللی دی.
بلخوا، د ټولنیزو رسنیو له لارې خپرې شوې ویډیوګانې څرګندوي چې یو شمېر طالب پلوه شاعرانو د پښتونژغورنې غورځنګ پر ضد هم شعارونه ورکړي چې د یو شمېر هېوادوالو توند غبرګونونه یې راپارولي دي.
همداراز په ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د ښځو د زدهکړو، کار او نورو حقونو پر ضد هم شعارونه ورکړل شوي دي.
د طالبانو له واکمنۍ مخکې په دغه مشاعره کې نه یوازې افغان قلموالو ښځو ګډون کاوه، بلکې د هغوی د مساوي حقونو او جنسیتي برابرۍ لپاره هم هر ځل غږ پورته کېده، خو پر افغانستان د دغې ډلې له واکمنېدو وروسته نه یوازې په دغه مشاعره کې ښځو ته د ګډون اجازه نشته، بلکې د حاکم رژیم په خوښه یې یو ناخپلواک رنګ خپل کړی دی.
د یادونې ده چې نارنج ګل مشاعره د تېر جمهوري نظام په وخت کې د افغانستان لومړنۍ لویه مشاعره بلل کېده چې پهکې شاعرانو او ادبیانو د شعر ژبه د نیوکو ترڅنګ د افغاني ټولنې غوښتنې بیانولې.
نارنج ګل له ۱۳۴۴ لمریز کال راپدېخوا د ننګرهار فرهنګیانو او شاعرانو لهخوا پيل شوې او هرکال د وخت د حاکمیتونو په همکارۍ د پسرلي موسم په پیل کې جوړېږي.