د افغانستان جمهوري غوښتونکي ټرمپ ته: که افغان کډوال بېرته ولېږئ د مرګ له ګواښ سره به مخ شي
په جلاوطنۍ کې د افغانستان جمهوريغوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت (پيډياېماې) له ۱۴ زرو څخه ډېرو افغانانو لپاره د امریکا متحدهایالاتو د خونديتوب وضعیت (ټيپياېس) پر لغوه کېدو ژوره اندېښنه ښودلې ده.
په هغه لیک کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته لېږل شوی راغلي، دې افغانانو له کلونو راهیسې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د امریکا تر څنګ همکاري کړې ده.
همداراز، نوموړي خوځښت ټینګار کړی چې یادو افغانانو د رسنیو، مدني ټولنو او متحدهایالاتو حکومت له پروګرامونو سره کار کړی او له همدې امله که هغوی افغانستان ته ستانه کړل شي، نو ژوند به یې له جدي ګواښ سره مخ شي.
طالبان دا مهال هغه کسان نیسي، شکنجه کوي او ان اعداموي یې چې له ډیموکرایتکو ارزښتونو یا لوېدیځو هېوادونو سره یې کار کړی وي. د افغانستان د جمهوريغوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت په اند، د دې افغانانو بیرته ستنېدل به یو انساني او اخلاقي ناورین وي.
په جلاوطنۍ کې یاد سیاسي خوځښت پر امریکایي مشرانو غږ کړی چې دې افغانانو ته پناه یا اقامت ورکړي. دغه حرکت وايي چې د امریکا په خاوره کې د دې افغانانو دوامداره ژوند له ازادۍ او عدالت سره د متحدهایالاتو د وفادارۍ نښه ده.
د افغانستان د جمهوريغوښتونکي ډیموکراتیک خوځښت دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي چې د امریکا متحدهایالاتونو د کورني امنیت وزارت مرستیالې تریشا مکلافلین افغانستان انټرنشنل ته منلې وه چې د زرګونو افغانانو د لنډمهالي خونديتوب پروګرام لغوه شوی دی.
د نوموړې په وینا، دا پرېکړه وروسته له هغې شوې چې د کورني امنیت وزیر د بهرنیو چارو وزارت او نورو بنسټونو سره په سلا مشوره کې دا تشخیص کړې چې افغانستان نور هغه قانوني شرایط نهلري څو له مخې یې افغان کډوالو ته خونديتوب ورکړل شي.
تریشا مکلافلین زیاته کړې چې د افغانستان د اوسني وضعیت ارزونه د متحدهایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو لهخوا د اړوندو ادارو سره په مشوره ترسره شوې او څرګندوي، چې دغه هېواد نور د لنډمهالي خونديتوب پروګرام وړ نه دی.دې پرېکړې تر ۱۴ زرو ډېر افغان کډوال له متحدهایالاتو څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ کړي دي.
د یادونې ده چې د لنډمهالي خونديتوب (Temporary Protected Status) یا (ټيپياېس) پروګرام هغو کسانو ته ورکول کېږي، چې هېوادونه یې له طبیعي افتونو، وسلهوالو جګړو یا فوقالعاده پېښو سره مخ شوي وي.