د ښځو نړۍواله ورځ او د افغان ښځو د محرومیت دوام
د ښځو نړۍواله ورځ چې د جمهوریت په دوو لسیزو، په ځانګړې توګه د دې دورې وروستیو کلونو کې په بېلابېلو پروګرامونو سره د هېواد په لویو ښارونو کې لمانځل کېده، اوسمهال د طالبانو په واکمنۍ کې نه یوازې دا چې نه لمانځل کېږي، بلکې د لوېدیځوالو د پروژې نوم هم ورکول کېږي.
افغانو ښځو له څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د طالبانو له وېرې په ښکاره توګه دغه ورځ نه ده لمانځلې.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت په خپره کړې اعلامیه کې وویل، چې په افغانستان کې یې د ښځو ټول حقونه د «شریعت» او افغاني کلتور سره سم ټینګ کړي دي.
دیني عالمان او د ښځو د حقونو فعالان د ښځو زدهکړو او کار کولو حق ته په اشارې سره وایي، چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو چلند او محدودیتونه دیني اړخ نه لري.
دیني عالم رحمتالله اندړ له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، چې اسلام ښځو او نارینهوو ته یو ډول حقوق ورکړي او په اسلام کې د ښځو پر زدهکړو هېڅ ډول بندیز نه شته.
نوموړی زیاتوي: «دا چې په اسلام کې د جزا او ګناه حساب په اخرت کې له ښځو او نارینهو سره یو ډول کېږي، نو بیا څنګه ویلای شو چې ښځې دا حق لري او دا حق نهلري؟»
رحمت الله اندړ همداراز وایي، چې ښځو به له حضرت محمد صلي علیه وسلم سره یو ځای لمونځونه اداء کول او اوس هغه کسان چې د ښځو زدهکړې او کار کول غېراسلامي بولي، له اسلام سره ستر ظلم کوي.
له دې سره، د پوهنتون پخوانۍ استادې نرګس مهمند هم له افغانستان انټرنشنل-پښتو سره په خبرو کې وویل، چې افغان مېرمنې اوسمهال له خپلو ټولو اساسي او لومړنیو حقونو بې برخې دي.
د نوموړې په وینا، د افغان مېرمنو مبارزه به د حقونو د ترلاسه کولو په برخه کې روانې وي او یوه ورځ به ښې پایلې هم ولري.
مېرمن مهمند وایي: «د مارچ اتمه یوازې د لمانځلو ورځ نه، بلکې د ښځو د ټولو هغو قربانیو چې د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې ورکړي دي، د هغوی د یادونې ورځ ده. افغانې ښځې که استادانې دي، که انجنیرانې دي یا که ډاکټرانې دي ټول له خپلو اساسي حقونو لرې پاتې دي.»
د هغې په خبره، علم، زدهکړې او پرمختګ د ټولو ښځو اساسي او بنسټیز حق دی او د افغانستان د ښځو مبارزې به په دې برخه کې رنګ راوړي.
د نجونو د زده کړو او کار کولو د حق په اړه په داسې حال کې خبرې کېږي، چې د ملګرو ملتونو تعلیمي او کلتوري څانګې یا یونسکو بیا د ښځو د نړۍوالې ورځې په مناسبت د افغان ښځو او نجونو د غږ پورته کولو او د هغوی د حقونو او ازادۍ پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
دغه بنسټ وایي، چې یونسکو د افغان نجونو او ښځو غږ اوچتوي او د هغوی د حقونو د بېرته ترلاسه کولو غوښتنه کوي.
د طالبانو لهخوا د ښځو او نجونو د زده کړو ترڅنګ په لسګونو نورو مواردو له هغې جملې په ښځينه خبریالانو، ورزش، له محرم پرته پر تګ و راتګ او داسې نورو هم پراخ بندیزونه لګېدلي دي.
افغانه خبریاله منزه شهید وایي، چې که څه هم اوسمهال په افغانستان کې د ښځو اساسي حقونه تر پښو لاندې شوي، خو ښه زیری دا دی چې په هېواد دننه او بهر کې افغان مېرمنې هلې ځلې کوي، ترڅو د شته ظلم او جبر مخه ونیسي.
نوموړې له افغانستان انټرنشنل- پښتو سره په خبرو کې ټينګار وکړ، چې افغان مېرمنې باید هر ګام په یووالي سره پورته کړي.
اخوا، د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان مشر حامد عبیدي وایي، چې ښځینه خبریالانې اوسمهال له اقتصادي، د کاري امنیت له نشتوالی، سانسور، له روحي او رواني فشارونو او د اجباري حجاب له ستونزو سره مخ دي.
د نوموړي په وینا، ښځينه خبریالانې په سختو شرایطو سره په هېواد کې رسنیز فعالیتونه کوي او ان هغه خبریالانې چې له هېواد څخه بهر اوسېږي، اطلاعاتو ته لاسرسی نه لري.
عبیدي په ځلونو د خبریالانو او رسنیو له نړۍوالو ملاتړو سازمانونه غوښتي، چې پر طالبانو فشارونه راوړي څو دغه ډله د بیان ازادۍ ته درناوي وکړي او پر افغان خبریالانو فشارونه کم کړي.
د مارچ ۸مه چې د ښځو د پیوستون نړۍواله ورځ یادېږي، هرکال د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د ښځو د حقونو او کرامت په پار لمانځل کېږي؛ خو له بدهمرغه پرلهپسې څو کاله دا ورځ په افغانستان کې داسې مهال راځي چې افغان ښځې د طالبانو له خوا د عامه ژوند په ګډون له زدهکړو، سیاست، کار او ګڼو نورو بنسټیزو حقونو څخه محرومې دي.
دا ورځ د افغانستان د ښځو لپاره د هغوی له حقونو څخه د محرومیت له امله یوه «دردوونکې او توره ورځ» بلل کېږي.
په تېرو څه باندې درېیو کلونو کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راپدېخوا، د افغان ښځو پر وړاندې د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري محدودیتونو یوه ځپونکې لړۍ پیل شوې ده.
دغې ډلې نه یوازې افغان ښځې له زدهکړو راګرځولي، بلکې هغوی د کارکولو، سفرکولو او ان په تفریحي ځایونو کې د ګرځېدو له حق څخه هم محرومې کړي دي.
افغان ښځې نه یوازې د زدهکړو له حقونو محرومې دي؛ بلکې په دولتي او نادولتي ادارو کې هم هېڅ د کارکولو اجازه نهلري.
د ښځو اقتصادي خپلواکي چې د یوې ټولنې د هر فرد د ژوند بنسټيز حق بلل کېږي، د طالبانو له خوا تر هراړخیز برید لاندې ده.
د ښځو پر زدهکړو بندیز کومه ساده او عادي پرېکړه نه ده، دا یو غېرانساني او دومره ځپونکی بندیز دی، چې د یوې ټولنې پرمختګ له نابودۍ سره مخ کوي.
د ښځو زدهکړه چې د نړۍ په کچه د ماډرن ملتونو د پرمختګ یوه بنسټیزه غوښتنه ده، نن په افغانستان کې د طالباني د ایډیالوژۍ له امله د اور په لمبو کې سوځي.
افغان ښځې اوس له یوې سختې او وحشي دورې سره لاس او ګرېوان دي او له خپلو حقونو، فرصتونو، خودمختارۍ او سپېڅلې ازادۍ څخه محرومې دي.
پر ښځو د طالبانو محدودیتونه نه یوازې د هغوی ژوند محدودوي او له فردي حقونو څخه د سرغونې لامل ګرځي، بلکې افغاني ټولنې ته یو ستر مادي او معنوي زیان رسوي.
لنډه دا چې ښځې د کار، زدهکړو او عامه ژوند حقونو ته نه پرېښودل کېږي، نو د ځواکمن، پرمختللي او پر ځان بسیار افغانستان تمه کول یو خوب دی.
همدا اوس د شته واقعیتونو پر وړاندې د فشار له امله د ښځو پر وړاندې د ډېریو نارینهوو چلند او فکر بدل شوی، حال دا چې په افغانستان د واکمنې ډلې ايډيالیزم داسې دی، چې ښځې باید په کور دننه کې پاته شي او بهر ونه وځي.
د دوی له نظره ښه ښځه هغه ښځه ده، چې په کور پاته شي او د ناسم چلند پر وړاندې غږ پورته نه کړي.
د طالب تر سیوري لاندې افغان ښځې تر بل هر وخت ډېر درک او ملاتړ ته اړتیا لري، ځکه چې د واکمنې ډلې کلتور له ښځو سره په بشپړه توګه په تضاد کې دی او د دغې ډلې نظر دا دی چې «ښځه یا د کور ده یا د ګور».
دا وضعیت ښځو ته د عدالت غوښتنې مبارزه له ننګونو سره مخ کوي او ان دا چې دا مبارزه له منځه هم وړلای شي، له همدې امله ښځې یوې داسې مبارزې ته اړتیا لري، چې هدف پهکې وي.
افغان ښځې دا مهال د کار په بدل کې له مساوي حقونو څخه محرومې او د کور په کونج کې لاس تر زنې ناستې دي.
د روان وضعیت د بدلون لپاره څهکول پهکار دي؟
ښځې باید نارینهوو ته په تمه نه شي چې ګواکې هغوی به یې حقونه ورکړي، د ښځو حقونه ورکول کېږي نه، بلکې اخیستل کېږي او دا حقونه هغه څوک اخیستلی شي چې هوډ او مخ پر وړاندې د تګ یو قوي تکل ولري.
هېڅ مبارزه له هلوځلو پرته هدف ته نه ده رسېدلې او د دې ترڅنګ د افغان ښځو د روان وضعیت د بدلون لپاره ټولو افغانانو په ځانګړې توګه روڼانده او ځوان قشر، نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو ټولو بنسټونو ته یو جدي او لوی مسوولیت پېښوي، چې د هغوی د حقونو، ازادۍ او پرمختګ لپاره جدي مبارزه او عملي اقدامات وکړي.
دا مبارزه باید د ټولو لپاره د ښځو په تړاو له طالباني ایډیالوژۍ سره د مبارزې په موخه لومړیتوب وګرځي.
د افغان ښځو پر وړاندې ټول مسوول اړخونه باید د هغوی لپاره د یوه روڼ سهار په راوستلو کې د عاطفي خبرو پر ځای د عمل میدان ته راودانګي، ځکه دا د ټولو مسوولو اړخونو رسالت او یو لازم ماموریت دی.