د ناورین دوام؛ د غزې ماشومان یوازې د یو وخت خوړو ته لاسرسی لري

ظاهر څراغ
ظاهر څراغ

د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال

د الجزیرې د راپور پر بنسټ، په غزه کې د خوړو کمښت او د ماشومانو د تغذیې ناوریني وضعیت نړۍوالې اندېښنې راپارولي دي. بشرپاله بنسټونو خبرداری ورکړی چې په غزه کې ډېری ماشومان د ورځې په اږدو کې ډېرو کمو خوړو ته لاسرسی لري چې د شدیدې خوارځواکۍ له ګواښ سره مخ دي.

الجزیره د جمعې په ورځ (د اپرېل ۱۸مه) په خپل راپور کې وايي، چې جګړې او محاصرې د خلکو پر ژوند ډېره ناوړه اغېزه کړې او ډېری کورنۍ ان د ډېرو کمو خوړو اړتیاوو پوره کولو لپاره له ستونزو سره مخ شوي دي.

تر محاصرې او ناورین لاندې د ماشومانو ژوند

په غزه کې ماشومان اوس په ورځ کې یوازې یو ځلې خواړه خوري او ډېری وختونه خورا محدود خواړه او کافي تغذیې ته لاس‌رسی نه‌لري. د راپور له‌مخې، روان وضعیت نه یوازې د ماشومانو فزیکي روغتیا زیانمنه کړې، بلکې پر هغوی ژورې رواني او روحي اغېزې هم کړې دي. روغتیايي کارپوهان وايي چې د غزې په ماشومانو کې خوارځواکي کولای شي د هغوی په فزیکي او رواني وده کې خنډ جوړ کړي او په وینا یې، ناوړه اغېزې یې ښايي کلونه وخت دوام ومومي.

د بشرپاله مرستو پر وړاندې ګواښ

په داسې حال کې چې مرسته‌ رسوونکي بنسټونه لګیا دي څو غزې ته خواړه او روغتیايي مرستې ورسوي، خو د دې سیمې په بېلابېلو برخو کې هوايي او ځمکنیو بریدونو د دغو مرستو د لېږدولو بهیر له ځنډ او خنډ سره مخ کړی دی. همداراز، یو شمېر بشرپاله بنسټونو د امنیتي ګواښونو له امله خپل فعالیتونه درولي دي. د غزې خلکو ته یوازې یوه ډېره سلنه مرستې رسېږي او ډېری کسان چې لویه برخه یې ماشومان دي، له دې مرستو څخه محرومېږي.

د ماشومانو پر راتلونکي ناوړه اغېزې

د الجزیرې خبري شبکې د راپور له‌مخې، په غزه کې تر دوو مېلیونو ډېرخلک محاصره دي چې ډېره برخه یې ښځې او ماشومان ښودل شوي. راپور کې راغلي چې د خوړو، اوبو او روغتیا پاملرنې ته د لاس‌رسي نشتوالی د دغه نسل راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی دی. ورته مهال، د یونیسف او سور صلیب په ګډون نړۍوال بنسټونه د غزې تړانګې ته د سملاسي مرستې او د خلکو لپاره د لومړنیو اړتیاوو د برابرولو غوښتنه کوي.

د یادونې ده چې په غزه کې د جګړې له پیل راهیسې چې د ۲۰۲۳ په اکتوبر کې د حماس له‌خوا پر اسراییل تر برید وروسته پیل شوې، له ۵۱ څخه ډېر فلسطینیان وژل شوي چې ډېره برخه یې ماشومان او مېرمنې دي.