محمداشرف غني: بېسیم مخابرات د بشري اړیکو په تاریخ کې یو انقلابي بدلون و
د افغانستان د جمهوري نظام وروستي ولسمشر محمداشرف غني په «پنځه دېرشم» پوډکاسټ کې وايي چې د مخابراتو پرمختګ، په ځانګړې توګه بېسیم ټکنالوجي، د انسانانو ترمنځ د اړیکو په تاریخ کې یو بنسټیز بدلون راوستی دی.
غني زیاته کړې چې بېسیم مخابراتو ټېلیفون عام او د خلکو ترمنځ یې د اړیکو په طریقه کې بدلون رامنځته کړی دی.
اشرف غني وايي چې پخوا به د خلکو او حکومتونو ترمنځ د معلوماتو تبادله ډېره ورو او محدوده وه، خو د ټېلیګراف او بیا د ټېلفون له رامنځتهکېدو سره دا تبادله خورا چټکه شوې ده. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې پرمهال د ټېلیګراف رول ته په اشارې ویلي چې دا د جګړې په مدیریت کې یو انقلاب و.
نوموړي څرګنده کړې چې پخوا به د یوه پیغام رسېدل اوونۍ او ان میاشتې وخت نیوه، خو نن سبا انسانان کولای شي د یوه «کلېک» په وسیله له نړۍ سره اړیکه ونیسي. نوموړي دا پرمختګ د مخابراتي زیربناوو د لویو پانګونو پایله بللې ده.
غني همداراز راډیو او ټلوېزیون د اغېزو یادونه هم کړې او وايي چې دغو وسایلو د خلکو او حکومتونو ترمنځ د اړیکو په پیاوړي کېدو کې ډېر مهم رول لوبولی دی. هغه وايي چې په خپل وخت کې يې ملت ته د پيغامونو د رسونې لپاره راډيو د يوې اغېزمنې وسيلې په توګه کاروله او د افغانستان ولس د «بيبيسي» له لارې د هغه غږ پېژانده.
نوموړي خبرداری ورکړی چې اوسني مخابراتي سېستمونه او ټولنیزې شبکې له قوي ګواښونو سره مخ دي؛ د ناسمو معلوماتو خپرېدل او سایبري بریدونه یې جدي ګواښونه ګڼلي دي. د غني په اند، نن سبا مېلیونونه انسانان پر درواغو باور کوي او دا وضعیت کولای شي ټولنې له کړکېچ سره مخ کړي.
محمداشرف غني زیاتوي چې انسانان باید پرېکړه وکړي چې له دغو بدلونونو سره څنګه چلند کوي. دی وايي: «ایا موږ، د یوه نړۍوالې ټولنې په توګه، چمتو یو چې په منطق یو بل سره وغږېږو، که نه بېباوري او تخریب زموږ راتلونکی وټاکي؟»
نوموړي له افغان ولس غوښتي چې د ټکنالوجۍ د اسانتیاوو تر څنګ باید د هغې له ګواښونو هم خبر وي او په وینا یې، «ټلیفون، انټرنېټ او ټلویزیون ځواکمن وسایل دي، خو باید د رښتیا، پوهې او یووالي لپاره ترې کار واخیستل شي.»
د پخواني خبریال داوود جنبش په کوربهتوب د افغانستان د جمهوري نظام وروستي ولسمشر د خپل پوډکاسټ مرکې په دوام، نوموړي د نړۍوالو مخابراتي قوانینو د تاریخ په اړه هم وضاحت ورکړی. هغه وايي چې دا بهیر له ۱۸۶۵م کال راهیسې پیل شوی، کله چې ۲۰ اروپايي هېوادونه د ټېلګراف ټولنې په جوړېدو سره هوکړې ته ورسېدل او بیا وروسته، ټېلیفون، راډیو او نور وسایل هم تر همدې اصولو لاندې تنظیم شول.
د مخابراتو تحول، چې له تاریخي وسایلو لکه ټېلګراف، ټېلفون او راډیو پیل شوی، نن سبا د بېسیم ټکنالوجۍ، انټرنېټ او ټولنیزو شبکو تر عصري پړاوونو رسېدلی دی. دغو پرمختګونه نه یوازې انساني اړیکو ته چټکتیا ورکړې، بلکې د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو بڼه یې هم بدله کړې ده.
غني په خپلې مرکه کې د مخابراتي وسایلو تاریخي ارزښتونه، ګټې او ننګونې هم روښانه کړې دي. هغه د نړۍوالو اصولو اړتیا ته په اشارې وايي چې د معلوماتو باور، خصوصي حریم او ټولنیز ثبات د خونديتوب لپاره اړین دي. د پرځېدلي جمهوري نظام وروستی ولسمشر دا څرګندونې داسې مهال کوي چې نړۍ د معلوماتي انقلاب له چټکو بدلونونو سره مخ ده او د دغو بدلونونو مدیریت سیاسي، تخنیکي او حقوقي همغږۍ ته اړتیا لري.