په پکتیکا کې طالبانو د جمهوري نظام یو افسر نیولی
د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته د طالبانو د «عمومي عفوې» له اعلان سره- سره، لږ تر لږه درېیو سرچینو افغانستان انټرنشنل-پښتو ته منلې چې دغې ډلې په پکتیکا کې د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت یو افسر نیولی دی.
سرچینو د شنبې په ورځ (وري ۲۳مه) منلې چې دا افسر دولت کټوازی نومېږي او د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته یې په پلازمېنه کابل کې خپل عادي ژوند کاوه.
سرچینو زیاته کړې چې یاد مخکېنی افسر د جمهوري نظام په وروستیو کې د پکتیا ولایت د یوسفخېلو ولسوالۍ د امنیه قوماندان په توګه دنده ترسره کوله.
د سرچینو په وینا، دولت کټوازی د کوچني اختر په مناست پکتیکا ته تللی و چې د طالبانو لهخوا د دغه ولایت په یوسفخېلو ولسوالۍ کې نیول شوی دی.
سرچینو د جمهوري نظام د کورنیو چارو وزارت د نوموړي افسر د نیولکېدو په تړاو نور جزییات نه دي ورکړي.
ورته مهال، یوې بلې باوري سرچینې افغانستان-انټرنشنل ته ویلي چې دولت کټوازی په دې وروستیو کې په پاکستان کې اوسېده او هېواد ته تر ستنېدو وروسته د طالبانو لهخوا نیول شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل-پښتو د معلوماتو پر بنسټ، طالبانو د جمهوري نظام له سقوط وروسته د پکتیکا ولایت د درېیو پخوانيو افسرانو په ګډون لږ تر لږه ۱۱ سرتېري له نیولکېدو وروسته د بېلابېلو پلمو له مخې وژلي دي.
قوماندان بدرالدین، قوماندان برات خان او قوماندان عبدالرحمان هغه درې افسران دي چې یادې ډلې د جمهوري نظام له پرځېدو وروسته وژلي دي.