افغانستان کې خونړۍ ترافیکي پېښې؛ په ۱۴۰۳ کال کې شاوخوا «دوه زره کسان» مړه شوي
له تېرو څه باندې درې نیمو کلونو راهیسې په افغانستان کې ترافیکي پېښې په بېسارې توګه او تر بل هر وخت ډېرې شوې، چې له امله یې زرګونه کسان مړه او سلګونه نور سخت او بېروني ټپيان شوي دي.
طالبانو په تېر یو کال کې د دغو پېښو په وروستیو شمېرو کې ویلي، چې یوازې د سږکال (۱۴۰۳) له پیله تر اوسه د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله شاوخوا دوه زره کسان مړه او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي، خو د افغانستان انټرنشنل-پښتو موندنې ښيي چې په دغه کال کې د ترافیکي پېښو مړینه له دوو زرو هم لوړه ده.
شاوخوا یوه میاشت مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست ویلي وو، چې د روان ۱۴۰۳ کال له پيله تر اوسه په هېواد کې ۴۰۰۰ ترافیکي پېښې ثبت شوي چې له امله یې زرګونه کسانو ژوند بایللی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.
د امنیتي او ځایي سرچینو د معلوماتو له مخې، په تېر یو کال کې په منځني ډول هره ورځ د ټول هېواد په کچه تر پنځو پورې ترافیکي پېښې ثبت شوي، چې په دې کې خونړي ټکرونه، له سړکه د موټرونو د اوښتو پېښې او د موټرونو لهخوا د پلو کسانو د وهلکېدو پېښې شاملې دي.
په افغانستان کې د ترافیکي پېښو په دوام، ترټولو خونړۍ پېښه سږ کال د لیندۍ میاشتې په ۲۸مه د کابل-کندهار پر لویه لاره د مسافروړونکو موټرو د ټکر په پایله کې وشوه، چې له امله یې ۶۴ کسان مړه او ۷۰ نور ټپیان شول.
یو شمېر سرچینو د هغې پېښې په جزییاتو کې ادعا کړې وه، چې د پېښې په شېبو کې د موټر اصلي چلوونکی ویده و او کلینر یې پرځای موټر چلولو.
کوم ولایتونه د ډېرو خونړیو ترافیکي پېښو شاهدان وو؟
د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، د ۱۴۰۳کال راهیسې په ننګرهار کې ۱۹۶ ترافیکي پېښې ثبت شوي، چې له امله یې ۹۶ کسان مړه او ۴۶ نور ټپیان شوي دي.
د یادونې ده، چې دا پېښې د ننګرهار د مرکز، جلالاباد په ګډون د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې شوي او په مړو او ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
په ورته مهال د ننګرهار اوسېدونکي په دې ولایت کې د ترافیکي پېښو وروستي لوړ ګراف اندېښمن کړي او د مخنیوي په برخه کې یې طالب چارواکي پر بې غورۍ تورنوي.
ننګرهار مېشتو د لارو خرابوالی، د موټر چلوونکو ګړندی مزل، د ترافیکي اصولو نه مراعتول، په لویو لارو کې د ترافیکي نښو نشتوالی او د پاکستاني لاس موټرو ته د طالبانو له لوري د اسنادو ورکړه د ترافیکي پېښو د زیاتوالي ستر لامل بللی دی.
یار محمد چې شااوخوا درې میاشتې وړاندې یې د کونړ ـ جلالاباد پر لویه لار په یوه ترافیکي پېښه کې یې ورور ومړ وايي: « زما ورور خدای مړ کړ د طالبانو بې پروایۍ مړ کړ؛ ځکه طالبانو پاکستاني موټرو ته بې حده زیات اسناد ورکړل، په لویو لارو کې ترافیکي اشارې نه شته، موټر چلوونکو د موټر چلونې مسلکي زده کړې نه دي کړې، هر چا چې لږې پیسې پیدا کړي موټر یې اخېستی او لاین چلوي.»
پر دې سربېره په لغمان کې له تېر یو کال راهیسې ۱۵۲ ترافیکي پېښې ثبت شوي، چې په پایله کې یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۸ کسان مړه او نږدې ۱۵۰ نور ټپیان شوي دي.
د لغمان اوسېدونکي وايي، په وروستیو کې د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار تر بل هر وخت ترافیکي پېښې زیاتې شوي، چې ستر لامل یې پر دې لار د ترافیکي ګڼې ګوڼې زیاتوالی او د طالبانو له لوري د کابل ـ جلالاباد لویې لارې ځنډڼۍ چارې یادوي.
دوی د طالبانو پر رژیم نیوکه کوي، چې د ترافیکي پېښو د کمښت او مخنیوي په برخه کې د کړیو ژمنو پر ماتولو تورنوي.
د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د مشعلې کمر اوسېدونکی هجرت وايي: «د کابل ـ جلالاباد پر لویه لار په مشعلې کمر سیمه کې په بازار کې زما وراره یو موټر وواهه، د سړک له یوې غاړې بلې ته روان و، د موټر سرعت ډېر زیات و، د دې پېښو ټوله پړه پر طالبانو ده؛ ځکه دوی نه پر دې لار ترافیکي قوانین پلي کوي او نه هم د کابل ـ جلالاباد لویې لارې دویم لاین سړک جوړوي چې په دې لاره ګڼه ګوڼه کمه شي او خلک له دې اندېښنو او ستونزو وژغورل شي.»
همداراز په کندهار زون کې په ۱۴۰۳ کال کې د لسګونه ترافیکي پېښو له امله ۴۴۹ کسانو ته مرګژوبله اوښتې.
دا پېښې په بېلابېلو سیمو کې د ټکرونو او موټرو د چپهکېدو له امله شوي، چې د وروستیو شمېرو له مخې، په دغو پېښو کې ۱۹۵ کسان مړه او ۲۵۴ نور ټپیان شوي دي.
دې سره جوخت، د کابل-لوګر-پکتیا او خوست پر لویه لاره په ۱۴۰۳ کال کې د ترافیکي پېښو له امله ۳۰۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د لوګر د طالبانو امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیریت چارواکو ویلي، چې د پخوا په پرتله د دغه ولایت پر لویه لاره ترافیکي پېښې د پام وړ ډېرې شوې دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د ترافیکو مدیر مولوي محمدنعیم زبیر وایي، چې د ۱۴۰۳ کال پرمهال د کابل- لوګر-خوست-پکتیا پر لویه لاز ۱۲۹ لویې او وړې ټرافیکي پېښې رامنځته شوي، چې د یادو ټرافیکي پېښو له امله ۴۱ کسان مړه او ۲۵۹ نور ټپيان شوي دي.
بلخوا څو ورځې وړاندې په بلخ کې د طالبانو امنیتي سرچینو د ۱۴۰۳ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د ترافیکي پېښو له امله د ۱۲۰ کسانو د مړینې خبر ورکړی و.
د طالبانو د بلخ د ترافیکو مدیریت مسوولینو ویلي، چې دا پېښې تر ډېره د بلخ-جوزجان، بلخ-سمنګان او هرات-مزارشریف پر لویو لارو شوي، چې له امله یې د ۱۷۷ کسانو مړینه هم تایید شوې ده.
په بلخ کې د طالبانو ځايي مسوولینو دا هم ویلي، چې په دغه ولایت کې له تېر یوکال راهیسې د دغو پېښو له امله ډېره برخه ښځو او ماشومانو ژوند بایللی دی.
د دې ترڅنګ غزني، وردګ، ډایکندي، بدخشان او بامیان هم هغه ولایتونه دي، چې په تېر یو کال کې د خونړیو ترافیکي پېښو له امله پهکې سلګونه کسان مړه او سلګونه نور ټپيان شوي دي.
په هېواد کې د ترافیکي پېښو لاملونه
د ځایي او امنیتي سرچینو سربېره د بېړنیو روغتیايي پېښو سازمان ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ترافیکي پېښې پنځه برابره ډېرې شوې دي.
د نوموړي سازمان د وروستیو شمېرو له مخې، د ۲۰۲۲ له مارچ څخه د ۲۰۲۴ تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې ترافیکي پېښې ۷۸.۵ سلنه ډېرې شوې دي.
څه موده مخکې د بېړنیو روغتیايي پېښو سازمان همداراز ویلي و، چې د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ ترمنځ ترافیکي پېښې له دوه زره ۶۶۲ څخه تر پنځه زره ۵۲۰ ته رسېدلې دي.
طالبانو په افغانستان د ترافیکي پېښو ستر لاملونه د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعاتول بللي، خو بلخوا یو شمېر موټرچلوونکو بیا له تېرو درېیو کلونو راهیسې د ډېرو ترافیکي پېښو اصلي لاملونه د سړکونو خرابوالی او د پاکستان لاس موټرو زیاتېدل هم بللي دي.
د یادونې ده، چې طالبانو په وار- وار ادعا کړې، چې له موټرچلوونکو یې غوښتي څو د هر ډول سفر پرمهال احتیاط وکړي او د مسافرو ژوند وژغوري او د دې ترڅنګ یې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د هېواد په یو شمېر لویو لارو د چلوونکو د ګړندي سرعت د پېژندنې او مخنیوي لپاره ځانګړې طرحې هم ترتیب کړې دي.
دا یادونه هم ضروري ده، چې په نوره نړۍ کې هم ترافیکي پېښې کېږي، خو افغانستان او پاکستان دوه یوازیني هېوادونه دي چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې پهکې دا پېښې په بېساري توګه ډېرې شوې دي.