ولوله کوچۍ
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریاله
د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریاله
په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان نه په جبري توګه ستانه شوي افغان کډوال په پاکستان کې له دوی سره له شوي چلنده شکایت لري او وایي، چې طالبان هم ورته په سمه توګه رسېدنه نه کوي. دوی وايي، د پاکستاني پولیسو له بد چلند هاخوا طالبان هم په ښه سترګه نه ورته ګوري.
په اسلام اباد کې مېشته افغان کډواله مریم وایي، ټوله شپه تر سهاره له دې وېرې وېښه وي چې پولیس یې د کور دروازه ورماته نه کړي او هغه ونه نیسي. هغه وايي، پاکستاني پولیس د شپې د خلکو په کورونو ورځي او دروازې ور ماتوي.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ نن پیلېږي؛ خو له تورخم څخه ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د افغان کډوالو د ستنېدو لپاره تابیاوې نه دي نیولې.
د پاکستان د راولپنډۍ ښار په حاجي کمپ کې نیول شوي افغان کډوال په دغه کمپ کې له ګڼو ستونزو شکایت لري. دغه کډوال چې له اونیو راهیسې په دغه کمپ کې ساتل کېږي وایي، چې ان په روژه ماتي کې ورته سمه ډوډۍ هم نه رسېږي.
په تورخم کې افغان مسافر شکایت کوي، چې پاکستاني پولیس له مسافرو په ښکاره توګه بډې اخلي او دوی تنګوي. که څه هم د تورخم دروازه له یوې میاشتې ځنډ وروسته تېره ورځ د مسافرو لپاره پرانیستل شوه؛ خو په دغه لار تلونکي مسافر وایي، چې تېره ورځ پولیسو ډېر تنګ کړي دي.
له زدهکړو بې برخې شوې زدهکوونکې ډېوه وایي، خوب یې لیده چې معجزه شوې او هغه ډاکټره شوې وي. ډېوه په ژړغوني غږ وایي: «له خوب مخکې مې د ښوونځي په اړه فکر کاوه، چې ښوونځی پیلېږي او هرکال دغه وخت مې څنګه ښه ښوونځي ته چمتووالی نیو.»
له پاکستانه د افغان کډوالو د اېستلو دویم پړاو پیل ته یوازې ۱۷ ورځې پاتې دي؛ خو تر ډېره په دغه هېواد کې مېشت د «اېسيسي» کارت لرونکي افغانان بیا په وېره کې شپې سبا کوي.
درې افغان خویندو کې یوه له پوهنتون فارغه ده، خو وېرېږي طالبان یې له دندې منع نه کړي. دویمه خور یې دې ته ځورېږي چې د پوهنتون پاتې زدکړې به بشپړې کړي او که نه. دریمه هم ځورېږي چې که تر شپږم ټولګي پر پورته زدکړو بندیز وي، نو بې سواده به لویه شي.