له زدهکړو بې برخې ماشومه: خوب مې لیده، چې معجزه شوې او زه ډاکټره شوې یم
له زدهکړو بې برخې شوې زدهکوونکې ډېوه وایي، خوب یې لیده چې معجزه شوې او هغه ډاکټره شوې وي. ډېوه په ژړغوني غږ وایي: «له خوب مخکې مې د ښوونځي په اړه فکر کاوه، چې ښوونځی پیلېږي او هرکال دغه وخت مې څنګه ښه ښوونځي ته چمتووالی نیو.»
د هغې په وینا، په دغو سوچونو کې ډوبه وه چې یوه معجزه یې په خوب ولیده چې هغه ډاکټره شوې وي.
هغه کیسه کوي: «ډېر ښه احساس مې لاره، زما هیلې پوره شوې وې. سپینه چپنه مې اغوستې وه او ټولو مبارکیانې راکولې.»
هغه په ناهیلي غږ وایي، چې ښایي دغه خوب یې تش خوب پاتې شي، «نن مې د ښوونځي بکسه په مات زړه کوچنۍ خور ته ورکړه. هغه په پنځم ټولګي کې ده؛ تر دې وړاندې یوځای تلو راتلو؛ خو اوس زه د زدهکړو اجازه نهلرم او زما خوب به تش خوب پاتې شي.»
د ډېوې پلار تاج محمد هم خپلې لور ته خواشینی دی.
هغه وایي: «په ټولې ژمنۍ رخصتۍ کې هره ورځ د ډېوې همدا یوه پوښتنه وه، چې دا به څنګه شي پلاره؟ خو ما یې د دغې پوښتنې ځواب نه لاره.»
دا یوازې ډېوه نه ده، چې د نوي ښوونیز کال په درشل کې نوی کال په ناهیلۍ سره پیلوي؛ د ډېوې ترڅنګ سلګونه زره نجونې له ورته اندېښنې او کړاو سره مخ دي.
د بېبرخې شویو نجونو شمېرې
که څه هم په نوي ښوونیز کال کې په زرګونه نجونې ښوونځي کې شامیلېږي؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته هرکال له شپږم ټولګي پورته نجونې له زدهکړو محرومېږي.
که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت په دې تړاو شمېرې نه خپروي؛ خو د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق وایي، چې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا لګېدلي بندیز نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې اغېزمنې کړې دي.
د دغه بنسټ په وینا، سږکال ۳۸ زره نجونو شپږم ټولګی بشپړ کړی؛ خو په ځینو ولایتونو کې د ښوونیز کال په پیلېدو سره دوی نه شي کولای، چې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
خو د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې یوازې له هلمند ولایته څه باندې زر نجونې هر کال فارغېدې؛ هغه مهال هلمند یو له هغو ولایتونو و، چې ګڼې سیمې یې د طالبانو په کنټرول کې وې.
خو په لویو ښارونو کې دغه کچه بیا لوړه وه.
د پلازمېنې کابل د یوې لېسې مدیره چې نه غواړي د هغې او د ښوونځي نوم یې واخیستل شي وایي، چې سږکال یې له لېسې شاوخوا ۴۰۰ نجونې له شپږم ټولګي فارغې شوې دي.
هغه وایي، که څه هم په ټول هېواد کې د فارغ شویو نجونو په کره شمېره نپوهېږي؛ خو که له هر ښوونځي ۴۰۰ نجونې فارغې شوې وي، نو دا به د هېواد په کچه لویه شمېره جوړه کړي.
د طالبانو د پوهنې وزارت وایي، چې په ټول افغانستان کې د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو شمېر ۱۸ زره او ۳۳۷ دی.
خو واک ته د طالبانو له راتګ دمخه په افغانستان کې د نجونو شاوخوا لس زره ښوونځي فعال وو او شاوخوا لسګونه زره نجونې هرکال ترې فارغېدې.
د زدهکړو کمپاین
له هغه وروسته چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیزونه ولګول، د زهکړو ځینو فعالانو د نړۍ په ګوډ، ګوډ کې د نجونو د زدهکړو د بندیز د لرې کولو بېلابېل کمپاینونه پیل کړل.
له دغې ډلې یو هم «د بېرته ښوونځي ته ستانه شئ» کمپاین دی.
که څه هم دغه کمپاین د جمهوریت تر پرځېدو وړاندې په ۲۰۱۸کال کې د جګړو له امله د افغانستان دننه د بېځایه شویو ماشومانو لپاره پیل شوی و؛ خو د جمهوریت تر پرځېدو وروسته د نجونو پر زدهکړو د طالبانو لهخوا د لګېدلو بندیزونو له امله لاهم دوام لري.
د دغه کمپاین مسوول سلیمان خپلواک وایي، چې په سر کې یې د کمپاین موخه له زدهکړو سره د جګړو له امله د بېځایه شویو ماشومانو اشنایي او د نجونو د زدهکړو پر وړاندې د خنډونو لرې کول وو؛ خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د زدهکړو او په ځانکړې توګه د نجونو د زدهکړو په برخه کې ګڼې ستونزې راولاړې شوې دي.
د هغه په وینا:« د ځینو طالبانو فکر دا دی، چې ښځینه زدهکړو ته اړتیا نهلري؛ خو دا ناسمه خبره ده، اسلام ښځې او نارینه دواړو ته مساوي حق ورکړی دی.»
هغه وایي، د طالبانو د سختو بندیزونو له کبله یې فعالیتونه ټکني شوي او د تېر په څېر په فزیکي توګه په لرو پرتو سیمو خلکو ته د نجونو د زدهکړو په تړاو د ناسمو دودونو په اړه پوهاوی نه شي ورکولی.
هغه وایي، په افغانستان کې د جګړې ختمولو او سولې راوستلو یوازینۍ لاره زدهکړې دي.
هغه زیاته کړې، چې د کمپاین یوه بله موخه یې د ناسمو دودونو پر وړاندې مبارزه کول دي.
د نجونو لپاره د فرعي زدهکړو چاپېریال
که څه هم شاوخو ۱۲۷۹ ورځې وړاندې طالبانو له شپږمو ټولګیو په پورته نجونو د زدهکړو بندیز ولګاوه؛ خو د دغو نجونو بیا هم څه ناڅه فرعي زدهکړو ته زړه ښه و.
خو د دغې ډلې له واکمنېدو راهیسې طالبانو څو ځلې ځیني کورسونه او بېلابېل ښوونیز مرکزونه وتړل.
په کابل کې په فرعي زدهکړو بوخته شبنم وایي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې څو وارې یې د ښوونیز مرکز دروازې وتړل شوې.
د هغې په وینا:« په یوولسم ټولګي کې ومه، چې د زدهکړو بندیز راباندې ولګېد؛ خو له څو میاشتو اندېښنو وروسته کورنۍ مې وهڅولم چې فرعي زدهکړې وکړم.»
هغه وایي، له خپلې خور فرزانې سره یې په دوو بېلابېلو ښوونیزو مرکزونو کې ځینې زدهکړې پیل کړې؛ خو یوه ورځ یې د ښوونیز مرکز مخې ته طالبان له وسلو سره ولاړ وو او ټول زدهکوونکي یې له مرکزه اېستي وو او دروازه یې تړلې وه.
هغه وایي، کله چې ښوونیز مرکز ته ورسېده؛ نو هلته ډېره ګڼه ګوڼه وه او بې له دې چې پوښتنه وکړي له خپلې خور سره په بېړه کور ته ستنه شوه.
هغه وایي، وروسته یې چې ورور پوښتنه کړې وه؛ ویل یې چې طالبانو یې ښوونیز مرکز وتاړه.
د هغې په وینا، دغه کیسه څو ځلې تکرار شوه؛ خو بېرته طالبانو یې ښوونیز مرکز ته د فعالیت اجازه ورکړه.
هغه وایي، اوس طالبانو ورته له هلکانو پرته د زدهکړو ساعتونه ټاکلي؛ خو نوموړې وایي دوه ساعته ډېر کم دي، د تېر په څېر که څوک د وخت ستونزه ولري او په څوو ټولګیو کې که وغواړي زدهکړې وکړي؛ نو کوم بل وخت ته ځان بدلولای هم نشي.
د هغې په وینا، له دومره ستونزو سره، سره بیا هم مبارزه کوي او زدهکړو ته دوام ورکوي.
هغه زیاتوي:« یوازینی څه چې راباندې ډېر بد اغېز کوي. هغه د طالبانو بد، بد کتل دي. که څه هم موږ په پوره حجاب کې زدهکړو ته ورځو؛ خو بیا هم موږ ته داسې کتل کېږي، لکه موږ چې حجاب نه وي مراعت کړی او یل مو کومه ګناه کړي وي.»
پټ ښوونځي
له هغه وروسته چې طالبانو د نجونو پر زدهکړو بندیزونه ولګول، د افغانستان په بېلابېلو برخو کې د بېلابېلو کسانو او ډلو لهخوا د نجونو لپاره پټ ښوونځي جوړ شول.
تر ټولو په زړهپورې خبره دا ده، چې د پټو ښوونځيو ملاتړي د ښځو پرتله ډېر یې نارینه دي.
خو په دې کې ډې داسې ښوونځي هم شته، چې طالبانو تر خبرېدو وروسته د دغې ډلې لهخوا تړل شوي دي او ملاتړي یې سخت ځپل شوي دي او ګڼ یې بندیان شوي هم دي.
له دې ډلې یو یې هم ابراهیم دی، چې واک ته د طالبانو له راستنېدو وروسته یې په خپل شخصي لګښت د نجونو پټ ښوونځی جوړ کړ.
ابراهیم په دغه ښوونځي کې نجونو ته د مضامینو د تدریس ترڅنګ د ځینو حرفوي زدهکړو زمینه هم برابره کړې.
هغه وایي:« زه درې زامن او یوه لور لرم؛ زما لور په شپږم ټولګي کې وه، چې پر زدهکړو یې بندیز ولګېد. تر لور مې ما ډېر سخت حالت ولید، شپې مې له سترګو خوب وتښتېده چې دا به څنګه شي؟ خو بلاخره پرېکړه مې وکړه، چې خپلې لور او د هغې همزولو او نور د سیمې اوسېدونکو ته د ګاونډیانو په همکارۍ پټ ښوونځی جوړ کړم.»
هغه وایي، دغه ښوونځی یې د یوه کور دننه جوړ کړی چې څو ټولګي لري؛ خو د طالبانو له وېرې یې د هر ټولګي ساعتونه جلا دي.
د هغه په وینا، که څه هم دغه ښوونځی د هغه اصلي ښوونځیو ځای نشي ډکولای؛ خو د نجونو لپاره یې ښه فرصتونه برابر کړي او ډېر حرفهیي کارونه یې هم زده کړي دي.
د یو بل پټ ښوونځي مسوول چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي افغانستان انټرنشنل پښتو سره خپله یوه خاطره شریکه کړې؛ هغه وایي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یې په بېلابېلو نومونو د بېلابېلو زدهکړو پلویانو په کورونو کې له زدهکړو بې برخو شویو نجونو ته پټ ټولګي جوړ کړي وو؛ خو د هغه په وینا په دې برخه کې خپله یو طالب چارواکي ورسره همکاري کړې او د دغې ډلې له حکومت پټ یې په خپل کور کې دغو نجونو ته د زدهکړو لپاره ځای ورکړی دی.
د ماشومانو او په ځانګړې توګه د نجونو لپاره ښوونه او روزنه څومره اړینه ده؟
په دې تړاو فرشته صالحي چې د ماشومانو د ښوونې او روزنې برخې فعاله ده، افغانستان انټرنشنل پښتو ته وايي:« د نړۍوالې احصایې له مخې، د ماشوم د ودې اتیا سلنه متخصصینې ښځې دي او پاتې شل سلنه یې نارینه دي او د دې لامل دا دی، چې ماشوم له نارینهو پرتله له ښځو سره ښه اړیکه ټینګولی شي؛ نو کله چې یوې نجلۍ خپله روزنه نه وي لېدلي هغه به نورو ته څنګه روزنه ورکړي او ټولنیز ژوند ور زده کړي؟»
هغه زیاتوي، نجونې له ښوونځیو منع کول په بشري سرغړوونه کې راځي.
د هغې په وینا:« د بشري حقونو نړۍوالې اعلامیې (۲۶مه ماده) او د ماشوم د حقونو کنوانسیون (۲۸مه ماده) د جنسیت پر بنسټ له تبعیض پرته د زدهکړې پر حق ټینګار کوي.»
د زدهکړو یوه بله فعاله ریحانه غفورزۍ بیا وایي، زدهکړه د هر انسان بنسټیز حق دی او د ټولنې د پرمختګ بنسټیزې ستنې ګڼل کېږي. په ځانګړې توګه، د نجونو زدهکړه د یوې ټولنې د راتلونکي د جوړولو او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري.
هغه د زدهکړو د بندیز د اوښتو زیانونو په اړه وایي، د طالبانو د دغه بندیز له کبله نږدې ۱.۵ مېلیونه نجونې له زدهکړو بې برخې شوې دي.
د هغې په وینا، د ښځو د زدهکړو پرته راتلونکی نسل بېتعلیمه پاتې کېږي.
هغه زیاتوي:« د کورنیو اختلافانو راپورونه ښيي، چې ځیني معتدل طالبان له زدهکړو سره مخالفت نه لري؛ خو مشري یې د سخت دریځو لهخوا کېږي او له بل اړخه د نړۍوالو امتیازاتو د ترلاسه کولو هڅه ده، چې د دغه بندیز د لرې کولو په بدل کې امتیاز واخلي.»