ستنېدلی کډوال: طالبان له کډوالو په دولتي موټرو کې د کور سامان د لېږد په بدل کې پیسې اخلي

ولوله کوچۍ

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریاله

په تورخم ښارګوټي کې له پاکستان نه په جبري توګه ستانه شوي افغان کډوال په پاکستان کې له دوی سره له شوي چلنده شکایت لري او وایي، چې طالبان هم ورته په سمه توګه رسېدنه نه کوي. دوی وايي، د پاکستاني پولیسو له بد چلند هاخوا طالبان هم په ښه سترګه نه ورته ګوري.

د عمر په نوم له پاکستان څخه په جبري توګه اېستل شوی کډوال شکایت کوي، چې پاکستان کې ورسره پولیسو ناسم چلند او زور زیاتی کړی دی.
هغه وایي، پولیسو یې په کور چاپې وهلې، ښځې، ماشومان او سپین ږېري یې بندیان کړي.
هغه د نیوکې په توګه وایي، چې د پاکستاني حکومت له لوري د محدودې مودې له امله یې د کور ډېر سامان او شتمني هم ترې پاتې شوې ده.
د عمر په خبره، له پاکستان نه د راتګ پرمهال ترې په لارو کې پاکستاني پولیسو په یوې او بلې پلمې پیسې اخېستې دي او ورسره یې لېږدېدونکی سامان هم ترې نیولی او هغه یې سخت وهلی ډبولی هم دی.
که څه هم افغان کډوال له پاکستان څخه په نهیلۍ ستنېږي؛ خو دوی هیله‌من وي، چې په خپله خاوره کې به ترې تود هرکلی وشي.
خو د دغو هیلو او تمو خلاف له فرضي کرښې تر اوښتو وروسته هم عمر له پراخو ستونزو سره مخ دی؛ خو دا ځل د هغه شکایت له طالبانو دی.
عمر وايي، له تورخم نه تر اوښتو وروسته طالبان یې د ثبت او نوم لیکنې کارونه په ځنډ سره مخ ته وړي.
هغه وایي، دوی اړ دي چې د ګرمۍ په دې موسم کې یوازې د ثبت او نوم لیکنې لپاره له درې شپو تر یوې اوونۍ انتظار شي.
د هغه په وینا، په پنډغالي کې هم ورته کافي خواړه نه رسېږي او د درې وخته خوړو پر ځای یوازې یو یا دوه وخته او ځېنې ورځې خو بېخي خواړه نه ور رسېږي.
هغه زیاته کړې، په پنډغالي کې کډوال د برېښنا او پکیو له نشتوالي هم شکایت کوي؛ خو طالبانو یې دغې ستونزې ته رسېدنه نه ده کړې.
عمر وایي، چې طالبان ترې په دولتي موټرو کې د کور سامان د لېږد په بدل کې پیسې اخلي؛ په داسې حال کې چې رسنیو سره یې د وړیا لېږد ادعا کوي.
یوه بله افغان کډواله هم شکایت کوي، چې له پاکستان نه په راستنېدو یې په لارو او پنډغالي کې د کورنۍ غړي او په ځانګړې توګه کوچني ماشومان په سختو ناروغیو اخته شوي دي.
هغه وایي، په دې برخه کې د طالبانو له‌خوا ورته کافي خدمتونه نه وړاندې کېږي.
په تورخم کې سرچینې وایي، د راستنېدونکو کډوالو لپاره اوس یوه بله لویه ننګونه دا ده، چې له پاکستان څخه په جبري ډول د اېستلو دویم پړاو پرمهال د کډوالۍ نړۍوال سازمان ورسره نغدي مرستې درولې چې له امله یې کډوال له جدي ستونزو سره مخامخ دي.
عمر وايي، که نړۍوالې مرستندویه ادارې ورسره مرستې ونه کړي د افغانستان په اقتصاد ځپلې فضا کې به یې ژوند له ګواښ سره مخ شي.
په همدې حال کې یو شمېر پخواني راستانه شوي کډوال بیا نیوکه کوي، چې طالبانو ورسره د سرپناه، کار او نورو مرستو په برخه کې کړې ژمنې نه دي پوره کړې چې له امله د دوی ستونزې لاپراخې شوې دي.