افغان کډواله: تر سهاره له دې وېرې وېښه یم، چې پولیس د کور دروازه راماته نه کړي

ولوله کوچۍ

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریاله

په اسلام اباد کې مېشته افغان کډواله مریم وایي، ټوله شپه تر سهاره له دې وېرې وېښه وي چې پولیس یې د کور دروازه ورماته نه کړي او هغه ونه نیسي. هغه وايي، پاکستاني پولیس د شپې د خلکو په کورونو ورځي او دروازې ور ماتوي.

دغه اندېښنې وروسته له هغه زیاتې شوې، چې په تېرو دوو ورځو کې د اسلام اباد پولیسو د ځینو کورونو دروازې ورماتې کړې او په کې مېشت افغان کډوال یې نیولي دي.

تېره ورځ هم د اسلام اباد پولیسو په بي ۱۷ ښارګوټي کې د دوو کورونو دروازې ماتې کړې او د ښځو او ماشومانو سره یې په کې مېشتې کورنۍ نیولې دي.
مریم چې له تېرو درېیو کلونو راهیسې په اسلام اباد کې مېشته ده وایي، چې دوه میاشتې وړاندې یې ویزه ختمه شوې او د ویزې نوې کېدو غوښتنه یې هم کړې؛ خو تر دې دمه یې ویزه نه ده ترلاسه کړې.
هغه وایي، د ۲۰۲۵کال د پیل راهیسې د پاکستان حکومت د تازه اقداماتو سره افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ کړي دي.
هغه وایي: «له پولیسو څخه وېرې نه یوازې زما؛ بلکې زما د ماشومانو په رواني وضعیت هم بدې اغېزې لرلې دي. ماشومان مې د پولیسو له ډاره ان په کور کې لوبې او په لوړ غږ خبرې نشي کولی، چې یو ناڅاپه پولیس رانشي او د دوی غږ وا نه وري.»
هغه د پاکستان له حکومته غواړي، چې له ګواښ سره مخ افغانانو سره دې له نرمۍ کار واخلي او دغه ډول ځپونکی چلند دې د دوی پر وړاندې ودروي.
مریم په ژړغوني غږ وایي: «باور وکړئ، که له ګواښ سره مخ نه وم؛ نو خپل هېواد مې نه پرېښود. زه به تر ټولو لومړۍ افغانستان ته ستنه شوې وای؛ خو ماته او زما خاوند ته د طالبانو له‌خوا سخت ګواښونه دي، موږ نه شو کولای چې خپل وطن ته ستانه شو.»
د کډوالو پر وړاندې بد چلند نه یوازې د فعالینو له‌خوا؛ بلکې د نړۍوالو سازمانونو او د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو له‌خوا هم په وار، وار غندل شوی دی.
دغو سازمانونو تل ویلي، چې په زور او جبر د کډوالو اېستنه د نړۍوال اصولو خلاف کړنه ده.
د کډوالو د حقونو فعال ګل ولي پسرلي بیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د افغان کډوالو پر وړاندې دغه ډول چلند نه یوازې د نړۍوالو قوانینو خلاف؛ بلکې د انساني، اسلامي اصولو او ارزښتونو خلاف کړنه هم ده.
هغه وایي، په ایران او پاکستان کې چې کوم وضعیت او سلوک له افغان کډوالو سره کېږي د نړۍ یو قانون هم پکې نه مراعتېږي.
د هغه په وینا، په دې برخه کې ډېر ښه قوانین منل شوي؛ خو ستونزه دا ده، چې څوک ورته پاملرنه نه کوي.
هغه زیاته کړې: «په ایران او پاکستان کې افغان کډوالو ته دومره حقونه نه ورکول کېږي. دوی د زده کړو حق نه لري، دوی د یوه ملکیت د پېرلو حق نه لري او نه هم دوی ته د دغو هېوادونو تابعیت یا اسناد ورکول کېږي.»
هغه وایي، ګاونډي دا لامل وړاندې کوي چې ولې افغانان په ناقانونه توګه دغه هېواد ته ورځي او ولې په سمو قانوني لارو نه ورځي.
د ښاغلي پسرلي په خبره، نړۍوال قانون خلکو ته دا حق ورکړی څوک چې له ګواښونو سره مخ وي او د پناه غوښتنه کوي؛ نو هغوی په هره لاره بل هېواد ته تلای شي.