اتمر او نبیل ویلي، د شاه امان الله د قربانیو د ستاینې تر څنګ باید زده کړو ته کار وشي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۸

د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وروستي وزیر حنیف اتمر ویلي، چې د غازي امان الله خان د بې شمېره قربانیو ستاینه باید وشي.

بل خوا د ملي امنیت پخواني مشر رحمت الله نبیل ویلي، چې طالبانو د علم ډیوه مړه کړې؛ خو د امان‌الله خان په لاس روښانه شوې د تعلیم ډیوه باید بله وساتل شي.

رحمت الله نبیل ویلي؛ طالبانو له زده کړو څخه د ښځو په مرحومولو سره هېواد د تور جهالت او اسارت په تروږمۍ کې روان کړی دی.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي: «زموږ مسوولیت دی چې د امان‌الله خان په لاس روښانه شوې د تعلیم او پرمختګ ډیوه بله وساتو او ځانونه حقیقي ازادۍ ته ورسوو.»
د ملي امنیت پخوانی مشر همداراز وایي، چې ازادي ساتنې او پالنې ته اړتیا لري او یوازې د علم او یوالي له لارې شونې ده، چې په افغانستان کې له ویاړه ډک راتلونکی چې د پرمختګ او ټولنیز عدالت پر بنسټ ولاړ وي، جوړ شي.
نبیل د هېواد د ۱۰۵ خپلواکۍ کلیزې ته په اشارې سره وویل، چې شاه امان‌الله خان نه یوازې دا چې د خپلواکۍ بیرغ پورته کړی و؛ بلکې د تعلیم او پرمختګ څراغ یې هم روښانه کړی و.
اخوا د جمهوري دولت پر وخت د بهرنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر وایي: «په دې ورځ مناسبه ده چې د هېواد د غازیانو او په ځانګړې توګه د غازي امان الله خان د بې شمېره قربانیو ستاینه وشي.»
نوموړي د هېواد د نظام او برخلیک په ټاکلو کې د خلکو د حاکمیت لپاره د ازادۍ مبارزې ته دوام ورکول تر ټولو مهم مسوولیت بللی دی او وایي، چې دا مسوولیت اوسني نسل ته سپارل شوی دی.
د ښاغلي اتمر په وینا؛ د بشر په تاریخ کې د یوې سترې امپراطورۍ له ماتې سره د افغانستان خلکو خپلواکي ترلاسه کړه او د ازادو او باعزته ولسونو په ډله کې شامل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا بیا د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۵ کلیزه په داسې حال کې رسېږي، چې افغانستان اوسمهال د داسې یوې ډلې په لاس کې دی، چې پردي پاله دي او خلک د یادې ډلې له اقداماتو اغېزمن شوي دي.
د یادې شورا په اعلامیه کې دغه راز راغلي، چې افغانستان د ۱۲۹۸ کال د زمري په ۲۸مه خپله خپلواکي تر لاسه کړه؛ خو د تېرو حکومتونو ځيني تګلارې د ټیکاو د نه رامنځته کېدو لامل شو، چې تر انګلیسانو وروسته بیا د پخواني شوروي ځواکونو پر افغانستان برید وکړ.
سره له دې چې د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت عالي شورا هم د طالبانو په څېر د شاه امان الله خان قربانیو او لاسته راوړنو ته هېڅ کومه اشاره نه ده کړې، خو وایي، چې افغانستان یوه قانونمند او قوي دولت جوړېدو ته اړتیا لري، تر څو د هېواد د ارضي تمامیت او د ملي حاکمیت ساتنه وکړي.
د دغې شورا په خبره؛ په افغانستان کې د اوسني وضعیت دوام به چې د سیاسي خپلواکۍ ترڅنګ خلک هم پکې هېڅ ډول ازادي نه لري، هېواد انزوا ته بیایي او فغانستان د ترهګرو په امن ځای بدلوي.
شاه امان الله خان ۱۰۵ کاله مخکې په افغانستان کې د انګلیس په ماتولو سره افغانستان یو خپلواک هېواد اعلان کړ او د یوه نوي افغانستان بنسټ یې کېښود.
د افغانستان په تاریخ کې ډېری واکمنانو له درېیو لارو دین، تاوتریخوالي او د بهرنیو دولتونو په ملاتړ کولی شو په دې هېواد حکومت وکړي، خو شاه امان الله خان دغه ناوړه کرښه ماته کړه او د نورو واکمنانو برعکس یې د خپلواکۍ په اعلانولو سره شاهي نظام جوړ کړ.
د افغانستان په تاریخ کې د نجونو لپاره لومړنۍ مدرسه د شاه امان الله خان او ملکه ثریا له لوري جوړه شوه او دغه راز ښځو ته د عامه پوهاوي په موخه د ارشاد النسوان نشریه هم د ملکه ثریا له خوا جوړه شوه.
د افغانستان اساسي قانون هم د لومړي ځل لپاره په اماني دوره کې جوړه شوه او شاه امان الله خان هغه اصلاحات یې چې غوښتل راولي، په دې نظامنامه کې یې ځای پر ځای کړل.
د شاه امان الله خان په وخت کې د لومړي ځل لپاره د نجونو د واده کولو قانوني عمر ۱۸ کاله او د هلکانو ۲۲ کاله وټاکل شو.
د ښځو حجاب هم په همدې دوره کې له جبري حالت څخه اختیاري حالت ته واوښت.
د طالبانو اصلي مخالفت هم له شاه امان الله خان سره له همدې ځایه سرچینه اخلي، ځکه طالبان د ښځو د ازادۍ، زده کړو، کار کولو، په افغانستان کې د ټولنیزو فعالیتونو او سلګونو نورو مواردو سره مخالف دي.
د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د حکومت پر مهال هڅې دا وې، چې اماني نښې را ژوندۍ شي او د نوموړي نیمګړې هیلې پوره شي؛ خو یو ځل بیا د طالبانو له واکمنېدو سره دغه هیلې یوازې هیلې پاتې شوې.

نور خبرونه

رادیو