په کابل کې د طالبانو استخباراتو د یو خصوصي پوهنتون علمي مرستیال زنداني کړی

۲ ورځې مخکې

په کابل کې د کاروان خصوصي پوهنتون علمي مرستیال کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ابوزر خپلواک ځاځی تېره چهارشنبه د طالبانو استخباراتو د پوهنتون له ادارې وړی دی.

دوی زیاتوي، چې د طالبانو استخباراتو لوی ریاست ته یې عریضې کړې دي؛ خو د هغه د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه شته.

په کابل کې د کاروان خصوصي پوهنتون علمي مرستیال ابوزر خپلواک ځاځي کورنۍ نن د دوشنبې په ورځ « د وږي ۲۶مه» افغانستان انټرنشنل سره د هغو عریضو کاپي هم شریکه کړه، چې د هغه د نېول کېدو وروسته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت او د استخباراتو لوی ریاست ته شوي دي.

په کابل کې د کاروان خصوصي پوهنتون ادارې د ابوزر خپلواک ځاځی د نیول کېدو وروسته د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت ته په رسمي بڼه خبر ورکړی دی.

د کاروان خصوصي پوهنتون ادارې عریضه کې لیکلي، چې نوموړی د طالبانو استخباراتو ریاست کارکوونکو له پوهنتون څخه وړی دی.

دوی په دغه عریضه کې لیکلي، چې د کابل پولیسو درېیمې امنیتي حوزې او د دې ډلې استخباراتو ریاست ورته ځواب ور کړی چې له دوی سره نه شته.

دا عریضه چې د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم له خوا لاسلیک شوې ده، د طالبانو د استخباراتو لوي ریاست څخه غوښتنه کړې ده، چې د ابوزر خپلواک ځاځي خوشې کېدو او پېدا کېدو کې دې مرسته وکړي.

د طالبانو د استبخاراتو لوی رییس عبدالحق وثیق د دفتر رییس د دې ډلې د کابل د استخباراتي ریاست څخه غوښتي چې اوصولي اجرات وکړی.

خو په همدې عریضه کې په کابل کې د طالبانو استخباراتو ۰۸۹ ریاست په ځواب کې لیکلي، چې د دې شخص په نوم کس له دوی سره نه شته.

د کاروان خصوصي پوهنتون علمي مرستیال ابورز خپلواک څاځی کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د پوهنتون په امنیتي کامرو کې د طالبانو د استخباراتو ریاست کارکوونکي کې لیدل کیږی، چې نوموړی له خپل دفتر څخه موټر ته پورته کوي.

د ابوزر خپلواک ځاځی کورنۍ غړي وايي: « د تېرې چهارشنبې راهسې د طالبانو د مشرانو او ادارو دروازې مو وټکولې خو یوه اداره هم د ابوزر خپلواک ځاځي د ځای ځایګي او د ژوند په اړه څه نه وايي اوس مونږ حیران یو چاته ورشو؟»

د ځاځي کورنۍ وايي، چې نوموړي د افغانستان په ځايي رسنیو په سیاسي بحثونو کې هم کډون کاوه.

په دې وروستیو کې د طالبانو د چلند په اړه د افغانانو نیوکې دا دي، چې د طالبانو په روانه واکمنۍ کې قانوني مراحل نه شته او یا هم تر پښو لاندې کوي.

تر اوسه طالبانو او کاروان خصوصي پوهنتون د دې پېښې په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د کابل په کډون په ولایتونو کې ولسي خلک نېوکې کوي، چې طالب مسوولان په خپلسري توګه نیونې کوي او پرته د محکمې له حکمه کسان شکنجه کوي او وژني یې.

په تېرو درېو کالو په واکمنۍ طالبانو د رسنیو په ډېری داسې راپورونو کې چې ځواب ونه لري خاموشه پاتې کیږي.

ملګرو ملتونو هم په خپلو څو وروستیو راپورونو کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د خپلسرو نیولو، شکنجه کولو او ورک کولو یادونه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو