چاپېریال؛ د هوا پېژندنې ادارې په ۹ ولایتونو کې د شدیدو بارانونو او سېلابونو اټکل کړی

۲ ورځې مخکې

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پوهنې ادارې د سې شنبې ورځې لپاره د سالنګونو په ګډون په ۹ ولایتونو کې د باران، تېز باد، خاورو او سېلابونو اټکل کړی دی.

دغه اداره زیاتوي، چې په بېلابيلو سیمو کې د باران کچه له (۱۵ څخه تر ۳۰) ملي متره پورې اټکل شوې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت اړوند د هوا پوهنې ادارې د دوشنبې په ورځ په يوې خبرپاڼه کې ویلي، چې (د وږي ۲۷ مه) د سالنګونو په ګډون په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، کاپيسا، پنجشېر، پروان، تخار او بغلان ولايتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښدو اټکل شوی.

د دوی د معلوماتو له مخې، چې په بېلابېلو سیمو کې به د باد د سرعت کچه په ساعت کې له (۵۰ څخه تر ۷۰) کيلومتره وي.

په افغانستان کې وروستيو سېلابونو په ډېرو سېمو کې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه رسولي دي.

طالبان د سېلاب ځپلو سره د مرستو کولو لپاره ډېر ځله له نړۍوالو څخه د همکاريو غوښتنه کړې.

نور خبرونه

رادیو