سرچینې: د دوبۍ پولیسو د طالبانو رییس الوزرا ته ښار ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړې

۲ ورځې مخکې

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، چې د دوبۍ پولیسو د طالبانو ریاست الوزرا ته اجازه نه ده ورکړې، چې په په دغه ښار کې په یوه میلمستیا کې ګډون وکړي.

ملا حسن اخوند تېره میاشت ابوظبۍ ته د درملنې لپاره په یو سفر تللی و.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دې ډلې رییس الوزرا له ابوظبۍ څخه د یوه افغان سوداګر په بلنه دوبۍ ته له لازمو پروټوکولونو پرته او د دوبۍ له حکومت سره د همغږۍ په نشتوالي تللی و؛ خو د پولیسو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د سرچينې په وينا؛ د دوبۍ پوليسو ملا حسن ته اجازه ور نه کړه، چې په دغه ښار کې د رحمت الله کندهاري حوېلۍ ته ورشي او په مېلمستيا کې ګډون وکړي.

د دې رسوايي د مخنیوي لپاره طالب ډېپلوماتانو پرېکړه وکړه، چې خپل رییس الوزرا په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته بوځي چې اوس د طالبانو په واک کې ده.

د افغانستان انټرنشنل سرچینې وايي، د دوبۍ پولیسو له ملا حسن څخه غوښتي چې ژر تر ژره ابوظبي او روغتون ته ورشي، ځکه چې هغه دوبۍ ته د ننوتو اجازه نه درلوده.

سرچينه وايي، دا چې دوبۍ يو ګرځندوى او ازاد ښار دى؛ نو د ښار چارواکي اندېښمن ښکاري چې د طالبانو د مشرانو شتون به د دغه ښار ګرځندوى حيثيت ته زيان ورسوي.

ملا حسن اخوند د اګسټ په میاشت کې په مېلمستیا کې له ګډون پرته ابوظبۍ ته راستون شو او له هغه ځایه کابل ته ستون شوی.

کارپوهان وايي، چې د طالبانو حکومتي چارواکي او ډېپلوماتان بې له ډېپلوماتیکو پروتوکولونو سره بلد نه دي.

د سرچینې په خبره، دا رسوايي په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې په ابوظبۍ کې د طالبانو د سفیر ملا بدرالدین د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نږدې کس او په دوبۍ کې د دې ډلې د کونسل جنرال فدا محمد مدني چې د بهرنیو چارو له وزیر سره تړاو لري، د دوی تر منځ د نه همغږۍ نښه هم ده.

په دوبۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ ښار ته د ملا حسن اخوند د ننوتو د مخنیوي په اړه د افغانستان د انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

په متحده عربي اماراتو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي، چې له طالبانو سره یې د کونسلګرۍ د چارو د پرمخ بیولو لپاره تعامل کې دي؛ خو دوبۍ تر اوسه په دغه هېواد کې د طالبانو په ګډون د ټولو افغان ډلو سیاسي فعالیتونه بند کړي دي.

نور خبرونه

رادیو