د طالبانو ماليې وزارت: په تېرو درېيو کلونو کې مو له هېڅ هېواد او بنسټ څخه پور نه دی اخیستی

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د ماليې وزارت وياند وایي، چې نړۍوال بانک او اسیايي پراختیايي بانک ته یې تر دې مهال ۲.۷ ميليارده افغانۍ پور بېرته ورکړی دی.

احمد ولي حقمل زیاتوي، چې دغې ډلې په تېرو درېيو کلونو کې له هېڅ هېواد او بنسټ څخه پور نه دی اخیستی.

نوموړی دا خبرې په داسې مهال کوي، چې د طالبانو حکومت هېڅ کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او له همدې امله هېوادونه او بنسټونه په رسمېت نه پېژندل شوي حکومت ته د رسمي تعاملاتو له مخې پور نه ورکوي.

د طالبانو د ماليې وزارت ویاند احمدولي حقمل د دوشنبې په ورځ وويل، چې پر پخواني حکومت د ځينو بنسټونو د پورنو له جملې څخه یې نړۍوال بانک ته نږدې ۹۱۰ ميليونه افغانۍ او اسايي پرمختيايي بانک ته يې ۱.۹ ميليارده افغانۍ پور ورکړی دی.

نوموړي ويلي، چې پر پخواني حکومت د ځينو بهرنيو هېوادونو او بنسټونو د پورنو پاتې برخه به د پورورکوونکو له غوښتنې او د دوی د رهبرۍ له هدايت سره سم ورکول شي.

د حقمل په خبره، چې دوی نه غواړي افغانستان د بهرنيو هېوادونو او بسنټونو پوروړی پاتې شي.

بېلابېلو طالب مشرانو په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د دوی تر ډېره تکيه پر کورنيو منابعو او کانونو ده.

که څه هم طالبانو تر اوسه له کوم بهرني هېواد یا بنسټ څخه پور اخیستل رد کړي دي؛ خو امریکا هره اونۍ ۴۰ میلیونه ډالر د بشري مرستو په نوم افغانستان ته لېږي.

نور خبرونه

رادیو