طالبان وايي، د بهرنيو ژبو کلیمو ته يې په ملي ژبو کې تر زر زياتي معادلې کليمې پېدا کړي

۲ ورځې مخکې

د طالبانو تر واک لاندي د علومو اکاډمي مسوولين وايي، په تېر يوه کال کې يې تر زرو زياتو بهرنيو کلیمو ته په پښتو او دري معادلې کلیمې پېدا کړې دي.

د دې ادراې مرستیال امیر جان ثاقب وایي، د "يرغل" پر مهال هېوادونه هڅه کوي، چې خپل فرهنګ او د ژبې کليمات هم په ټولنه کې خپاره کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندي د علومو اکاډمۍ مرستیال امير جان ثاقب د دوشنبې په ورځ د خپلو یو کلنو راسته راوړونو په پروګرام کې وويل، چې د بهرنيو کليمو پر ځای د ملي ژپو پښتو او دري د معادلو کلېمو پيدا کولو لړۍ لا هم دوام لري.

د اکادمۍ علمي منشي رفیع الله نيازی بیا وايي، چې په تېر يوه کال کې يې د بهرنيو ژبو د معادلو کليمو د پېدا کولو ترڅنګ ۳۷ عملي او څېړنيزي پروژې بشپړي کړي دي.

د نوموړي په خبره، چې اکاډمۍ دامهال په بېلابېلو علومو کې ۲۸۰ علمي او څېړنيزې پروژې تر لاس لاندې لري.

هغه زياتوي، چې ۳۴ علمي اثاره يې نوي او ۲۵ يې ژپاړلي چاپ کړي دي.

په يو شمېر ښارونو کې د طالبانو له لوري په بهرنیو ژبو د لیکل شويو لوحو د ټولو کمپاینونه هم شروع دي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پلازمېنه کابل او ګڼو ولایتونو کې د یو شمېر پوهنتونونو او دولتي ادارو لوحې چې په انګلیسي ژبه لیکل شوې وې هم پاکې کړې؛ خو د طالبانو دغه ګام د ګڼو خلکو له غبرګونونو سره مخ شوی.

نور خبرونه

رادیو