متقي: یو شمېر هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي چې مسایلو ته له جیوایکانومیکي زاویې وګوري

۲ ورځې مخکې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وایي، چې د نړۍ یو شمېر هېوادونه دې پایلې ته رسېدلي، چې د جیوپولیټیکي لیدلوري پر ځای مسایلو ته له جیوایکانومیکي زاویې وګوري او په نهایت کې ټول ګټونکي واوسي.

نوموړي دغه څرګندونې تېر ماښام په کابل کې د مېشتو دولتونو له سفیرانو، د سیمه‌ییزو او نړۍوالو سازمانونو له استازو سره په کتنه کې وکړې.
متقي په دې ناسته کې زیاته کړه، چې دغه هېوادونه باید د خپلو هېوادونو او ولسونو د هوساینې او پرمختګ لپاره له منفي سیالیو، امنیتي او صفري مجموعې له زاویو سره د تعامل پر ځای د ګټې - ګټې له مثبتې زاویې مسایلو ته وګوري.
نوموړي د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل لیکې د عملي کار پیل په سیمه کې له جګړې او سیالۍ څخه د پرمختګ او همکارۍ پر لور د بحث بدلون وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې ټاپي تر خپل منزل ورسېږي او د پاکستان او هند خلک هم ګټه ترې پورته کړي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر همداراز د سترو اقتصادي پروژو پرانیسته په سیمه کې د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره اغېزمنه وبلله او زیاته یې کړه، چې په دغو پروژو به د ټولو لوریو اقتصاد ورسره ښه شي.
که څه هم تر اوسه د نړۍ هېڅ یوه هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو د سیمې یو شمېر هېوادونه بیا له طالبانو سره ښې اقتصادي اړیکي لري.
بل خوا طالب چارواکو بیا په ځلونو ټینګار کړی، چې په افغانستان کې د دوی له واکمنۍ سره امنیت ټينګ شوی؛ خو له اقتصادي پلوه هڅه کوي چې ځان بسیاینې ته ورسېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمد ضیا تکل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دې ناسته کې د ترکمنستان سفیر خوجه عوضوف هم د وینا پر مهال د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ پروژې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې مهمې وبللې.
ښاغلي تکل د ترکمنستان د سفیر له قوله ویلي، چې ترکمنستان غواړي له افغانستان سره سیاسي او اقتصادي اړیکې پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالب او ترکمنستاني چارواکو څو ورځې وړاندې د هرات په تور غونډۍ کې د دې بندر د پراختیا او د ۲۲ کيلومتره پټلۍ د غځولو دوه پروژې پرانیستې.
له دې سره، د طالبانو رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند او د ترکمنستان ولسمشر قربانقلي بردي محمدوف بیا د چهارشنبې په ورځ (د وږي ۲۱مه) د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي پروژه او نورې پرمختیایي پروژې په مرو ښار کې پرانیستې.
د ټاپي پایپ لاین چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي، یوه له سترو سیمه ییزو پروژو څخه ده.
دا پروژه ۱۸۲۱ کیلومتره اوږدوالی لري، د کلنۍ انتقال ظرفیت یې ۳۳ میلیارد متر مکعب دی او طالبانو ویلي، چې د دې پروژې له ټرانزیت څخه به د افغانستان کلنی عاید ۴۰۰میلیونه ډالره وي.

نور خبرونه

رادیو