اوباما د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له کاملا هاریس څخه ملاتړ وکړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۵

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او میرمن یې میشل د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند له نوماندې کاملا هاریس څخه ملاتړ وکړ.

دوی هاریس ته په تلیفوني اړیکې کې وویل، چې هڅه به وکړي چې له هغې سره د ټاکنو په ګټلو کې مرسته وکړي.

د جمعې په ورځ، د اوباما یوه ویډیو خپره شوه چې هاریس ته یې مبارکي ورکړه او د هغې د کمپاین لپاره یې د هغې د بریا هیله څرګنده کړې.

بارک او میشل اوباما په ویډیو کې ویلي، چې دوی به د هاریس سره د ټاکنو د ګټلو او سپینې ماڼۍ ته د ننوتو په برخه کې پوره مڼډه وکړي.

میشل اوباما وویل، چې هغه په ​​هاریس ویاړي او دا چې ټاکنې به تاریخي وي.

بارک اوباما له ۲۰۰۹ څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې د امریکا ولسمشر و او تر دې مخکې یې د جوبایډن په کمپاین کې برخه اخیستې وه او ملاتړ یې کړی و.

۸۱ کلن بایډن د سپټمبر په ۳۱ مه د ډیموکراټ ګوند له کاندیداتورۍ لاس په سر شو.

بلومبرګ رسنۍ په یو راپور کې دغه ملاتړ "د متحده ایالاتو په تاریخ کې د لومړي تور ولسمشر له خوا هاریس ته مشعل د انتقال" په توګه توصیف کړی.

هاریس لومړنۍ تورپوستي او اسیايي ښځه ده چې د امریکا د ولسمشر مرستیالې څوکۍ ته یې ځان رسولی دی.

بارک او میشل اوباما اوس هم د ډیموکراټ ګوند دوه مشهور سیاسي شخصیتونه دي، او د دوی ملاتړ احتمال لري چې هاریس ته نوره انرژي او تحرک ورکړي او د ټرمپ د ماتې چانس زیات کړي.

د پنجشنبې په ورځ، پولیټیکو د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی و چې بارک اوباما غواړي د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاملا هاریس له نوماندۍ ملاتړ وکړي.

د جنګاش په اتمه د ډونالډ ټرمپ سره د هغه په ​​​​لومړي مخامخ مناظره کې د بایډن د ضعیفه موقف وروسته پر هغه نیوکې لا پسې ډیرې شوې.

ځینو رسنیو ویلي، چې اوباما په شخصي توګه له بایډن څخه غوښتي چې له ټاکنو څخه ووځي.

پولیټیکو راپور ورکړی چې هاریس په دې وروستیو ورځو کې څو ځله له اوباما سره اړیکه نیولې ترڅو د هغه او د نورو ډیموکراټانو ملاتړ ترلاسه کړي ترڅو د ۲۰۲۴ ولسمشریزو ټاکنو ته ودریږي.

د نوماندۍ څخه د وتلو وروسته، بایډن د ټرمپ ننګولو لپاره د ډیموکراټ ګوند نوماند په توګه د هاریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړ.

اوباما په یوه اعلامیه کې پرته له دې چې له هاریس څخه خپل ملاتړ اعلان کړي وویل: "زه ډاډه یم چې ډیموکراټ مشران به یوه داسې پروسه رامینځته کړي چې یو مهم نوماند وټاکي."

د بایډن، اوباما، یو شمیر والیانو، کانګرس او د ډیموکراټ پلوه ایالتونو د مشرانو په ملاتړ سره، هاریس د ډیموکراټانو د نوماندۍ د ګټلو لپاره په ښه موقف کې ده.

ټاکل شوې د امریکا ولسمشریزې ټاکنې د روان کال د لړم په ۱۵مه ترسره شي.

نور خبرونه

رادیو