د فرانسې په سلگونو وګړو د نوي لومړي وزير د ټاکلو پر ضد لاريون وکړ

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د فرانسې په سلگونو وګړو د دغه هیواد د نوي لومړي وزیر په توگه د ښي اړخي سیاستوال میشل بارنیه د ټاکلو پر ضد لاریون وکړ.

ځینو کیڼ اړخو ګوندونو ۷۳ کلن میشل بارنیه د هیواد په پارلماني ټاکنو کې په درغلیو تورن کړی دی.

اتحادیو او د زده کونکو سازمانونو د شنبې په ورځ (د وږي ۱۷ مه) د ايمانويل مکرون له خوا د فرانسې د نوي وزير په توګه د ميشل بارنيه د ټاکلو په وړاندي د پراخو لاريونونو خبر ورکړ.

نوموړي وويل، چې ښي اړخي جمهوري غوښتونکی ګوند، چې نوی لومړی وزير يې غړی دی د ۵۷۷ څوکيو څخه يوازي ۵۰ څوکۍ لري.

لاریونوالو د تلې میاشتي په لسمه نېټه هم د لاریونونو د ترسره کولو خبر ورکړی.

محافظه کار سیاستوال او له اروپایي اتحادیې څخه د بریتانیا د وتلو پخوانی مذاکره کوونکی میشل بارنیه د پنجشنبې په ورځ - د وږي ۱۵ مه - د فرانسې د ولسمشر ایمانویل مکرون له خوا د هیواد د نوي لومړي وزیر په توګه اعلان شو.

بارنیه د جمعې په ماښام د فرانسې د لومړي وزیر په توګه په خپله لومړۍ مرکه کې وویل، چې نوی حکومت مطلق اکثریت نه لري. هغه هیله څرګنده کړه، چې یو داسې حکومت به جوړ شي، چې محافظه کاران، د مکرون د کمپ غړي او ځینې کیڼ اړخي به په کې وي.

د ایلیب نظر پوښتني سازمان د جمعې په ورځ اعلان وکړ، چې ۷۴ سلنه فرانسويان په دې باور دي، چې ایمانویل مکرون د ټاکنو پایلې له پامه غورځولي او ۵۵ سلنه په دې باور دي، چې هغه ټاکنو کې درغلۍ کړي دي.

فرانسوي رسنۍ وايي، چې بارنیه د اصلاحاتو او د ۲۰۲۵ کال بودیجې په اړه له سخت کار سره مخ دی ځکه، چې فرانسه د خپل کسر کمولو لپاره د اروپایی کمیسیون او بانډ بازارونو تر فشار لاندې ده.

د فرانسې په لومړیو ټاکنو کې هیڅ ګوند ونه توانید، چې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ وګټي.

دوه میاشتې وروسته ولسمشر مکرون د فرانسې په معاصر سیاسي تاریخ کې د تر ټولو زوړ لومړي وزیر په توګه ۷۳ کلن بارنیه د هیواد ترټولو د ځوان لومړی وزیر ګابریل اتل پر ځای معرفي کړ.

په ورته وخت کې، د کیڼ اړخو مشر ژان لوک میلینچون د نوي لومړي وزير بارنيه تر ټاکلو وروسته د لاریونونو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه: «ټاکنې د فرانسوي خلکو څخه غلا شوي.»

یو بل کیڼ اړخي قانون جوړونکي ماتیلډ پانوټ هم د لومړي وزیر په توګه د بارنیه ټاکل «د نه منلو وړ ډیموکراټیکه کودتا» وبلله.

نور خبرونه

رادیو