واشنګټن پوسټ: له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د جمهوري غوښتونکو څېړنې په پراخېدو دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

واشنګټن پوسټ د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا د ټاکنو په رانژدې کېدو سره جمهوري غوښتونکي هڅه کوي، چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه څیړنې پراخې کړي.

د سرچینو په وینا، ډونالډ ټرمپ هڅه کوي دا مسله د خپل کمپاین د مرکزي موضوع په توګه وکاروي.

واشنګټن پوسټ د شنبې په ورځ (د وي ۱۷ مه) د باوري سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د امریکا جمهوري غوښتونکي ګوند او په ځانګړې توګه د کانګرس د بهرنیو اړیکو کمیټه هڅه کوي چې له افغانستان څخه د بایډن د وتلو په اړه نور شواهد ترلاسه کړي.

د بهرنیو اړیکو کمیټې، چې تمه کیده تر دې دمه به خپلې څیړنې بشپړې کړي وي، د بایډن په اداره کې لږترلږه دوه نورو مهمو شخصیتونو سره خبرې کړي. د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، په دې اونۍ کې د کمیټې له خوا احضار شوی و او د سپيني ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار اوجیک سليوان سره هم د دغې کمیټې له خوا خبرې شوي دي.

پر همدې مهال، د پنټاګون ویاند جیمز اډمز ویلي: «موږ د کانګرس له خوا د داسې کومې غوښتنې خبر نه یو چې له پوځي یا نورو کسانو د شهادت ورکولو غوښتنه شوې وي.»

د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې یو غړي د نوم د نه ښودلو په شرط واشنګټن پوسټ ته ویلي دي، چې څیړونکي د افسرانو ځوابونه څیړي او کیدای شي له دوی څخه وغوښتل شي، چې په څېړونو کې لا زیاته برخه واخلي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې شارون ینګ په یوه اعلامیه کې وویل، چې حکومت په څېړونو کې بشپړه همکاري کړې، او لوړ پوړي چارواکې یې قانون جوړونکو او د دوی کار کوونکو ته د معلوماتو ورکول لپاره اماده کړي دي.

د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو له خوا د څیړنو د پراخول او اوږدولپه داسې حال کې مطرح کیږي، چې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ د سې شنبې په شپه د خپل ډیموکراټیک سیالې کاملا هاریس سره مناظرې ته چمتو کیږي.

په ورته وخت کې د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو کمیټې رییس مایکل مکال وايي، چې د دوشنبې په ورځ به یو راپور خپور کړي، چې د بایډن - هاریس ټیم د شاتګ موضوع به په کې وغندي.

تمه کیږي، چې د دغې کمیټې ډیموکراټ غړي د اوسنۍ ادارې د دفاع کولو لپاره ځواب ووايي.

په ورته وخت کې د افغانستان د جګړې کمیسیون به د ۲۰۲۶ کال د اګسټ پوري خپلې موندې خپرې کړي.

دغه کمیسیون د دواړو ګوندونو له خوا د افغانستان د ۲۰ کلنې جګړې څیړنه ده.

په وروستیو اونیو کې د ټرمپ کمپاین او په کانګرس کې د هغه متحدینو له افغانستانه د وتلو په اړه په هاریس باندې نیوکې کړي او له افغانستان څخه د ځواکونو د وتلو په وروستیو ورځو کې شوي ځانمرګي برید ته اشاره کړې، چې ۱۳ امریکايي پوځیان او شاوخوا ۱۷۰ افغانان په کې وژل شوي وو.

په ورته وخت کې د کانګرس د بهرنیو اړیکو په کمیټه کې ډیموکراټانو په دوامداره توګه دغه څېړنې رد کړي او ټینګار کوي، چې دغه څېړنې نه شي کولای دې ته ځواب ووايي، چې څنګه د ټرمپ د خبرو اترو او طالبانو سره د ځواکونو د وتلو په اړه د هغه تړون، د بایډن د ولسمشرۍ پرمهال د افغانستان د سقوط د شرایطو په رامنځته کولو کې مرسته وکړه.

له دې سره سم په ۲۰۲۲ کال کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د کانګرس له خوا ټاکل شوي ځانګړي څیړونکې په یوې خپلواکې ارزونې کې موندلي، چې د افغان ځواکونو د سقوط «تر ټولو مهم عامل» طالبانو سره د ټرمپ لاسلیک شوی تړون و.

په همدې مهال د جمهوري غوښتونکو د کمیټې ویاندې، لزلي شيد، دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل: «دوی پرېکړه کړې وه، چې دوی د ځواکنو وتلو په اړه د (جمهوري غوښتونکي ګوند) سره د مرستې کولو غوښتنې له پامه وغورځوي او دا وژونکې تراژیدي یې له پامه غورځولې.»

مک کال دمخه ادعا کړې وه ،چې د هغه څیړنو ښودلې چې څنګه د بایډن ادارې د امریکا خلکو «غولولي او په ځینو مواردو کې یې په کلکه دروغ ویلي.»

دغه راپور دا هم تاییدوي، چې کماله هارس له افغانستانه د وتلو په وروستیو پړاوونو کې له امریکايي پوځیانو سره ملګرې وه.

مک کال وویل: «دا د امریکا خلکو پورې اړه لري، چې پریکړه وکړي چې ایا دا موضوع باید هاریس د نورو څلورو کلونو لپاره په قدرت کې له پاتې کیدو بې برخې کړي یا نه.»

دا مسله په پراخه توګه سیاسي شوې ده ځکه، چې ټرمپ او نورو جمهوري غوښتونکو د ۲۰۲۱ په اپریل کې د هاریس په څرګندونو نيوکې وکړې، چې هغه د بایډن سره «په خونه کې وروستی کس» وو کله چې افغانستان سقوط وکړ.

پر همدې مهال وروستۍ نظر پوښتنې ښيي، چې کاملا هاریس تر ډونالډ ټرمپ لږه مخکې ده.

نور خبرونه

رادیو