پاکستان: هند د پنځه کب نیوونکو په ګډون ۹ پاکستاني بندیان خوشې کړي دي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

په نوې ډیلي کې د پاکستان عالي کمېسیون د جمعې په ورځ خبر ورکړی، چې هند د پنځو کب نیوونکو په ګډون نهه پاکستاني بندیان خوشې کړي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

پاکستان او هند هر کال د جنورۍ په لومړۍ او د جولای په لومړۍ نېټه د ۲۰۰۸ کال د تړون له مخې، د یو بل په زندانونو کې د بندیانو نوملړ تبادله کوي.
د هند د بهرنیو چارو وزارت بیا وایي، چې د جولای په لومړۍ نېټه یې د دغه هېواد په زندانونو کې د ۳۶۶ ملکي بندیانو او ۸۶ کب نیوونکو نومونه شریک کړل چې ښایي پاکستانیان وي.
له بل پلوه پاکستان هم په خپلو زندانونو کې د ۴۳ ملکي بندیانو او ۲۱۱ کب نیوونکو نومونه شریک کړل، چې ښایي هنديان وي.
د پاکستان عالي کمېسیون وایي، د پنځه کب نیونونکو په ګډون یې نن نهه پاکستاني بندیان بېرته پاکستان ته ستانه کړي دي.
دغه کمېسیون ویلي:«زموږ هڅې به په هند کې د ټولو پاکستاني بندیانو د خوشې کولو او د هغوی د بېرته ستنولو لپاره دوام ومومي.»
هندي او پاکستاني کب نیوونکي وخت ناوخت د دواړو سمندري ادارو له‌خوا په ناقانونه توګه د یو بل سمندري اوبو ته د ننوتلو په تور نیول کېږي.

نور خبرونه

رادیو