د امریکا دفاع وزیر زیلنسکي ته: پر روسیه د اوکراین لر واټنه بریدونه لوبه نه بدلوي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د امریکا دفاع وزیر د اوکراین د ولسمشر په ځواب کې وايي، هیڅ داسې وړتیا نشته چې د روسیې پرضد د اوکراین جګړه د کیف په ګټه بدله کړي.

ولادیمیر زیلنسکي پرون د اوکراین له لویدیځو متحدینو د روسیې په خاوره کې د بریدونو لپاره د لر واټنه وسلې د کارولو اجازه وغوښته.

ښاغلي زیلنسکي وویل، اوږد واټنه توغندي به د جګړې پای ته رسولو لپاره پر روسیې فشار راوړي.

خو د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین د اوکراین د ولسمشر له دې غوښتنې وروسته خبریالانو ته وویل، «هیڅ داسې وړتیا نشته چې د روسیې پرضد د اوکراین هڅو کې ټاکونکی رول ولوبوي.»

هغه دا هم وویل، چې اوکراین د اوږد واټنه توغندیو پر ځای ډرون کارولی او په روسیه کې اهداف په نښه کولی شي.

له دې سره د امریکا دفاع وزیر د روسیې پرضد جګړه کې د اوکراین لپاره د ۲۵۰ میلیون ډالرو امنیتي مرسته اعلان کړه.

هغه دا هم وویل ، چې امریکا او ملګري یې د اوکراین قوي ملاتړ جاري ساتي.

په جرمني کې د امریکا پوځي اډه کې د اوکراین له ولسمشر سره تر لیدنې وروسته پرون جرمني او کاناډا هم کییف ته د نورو تجهیزاتو ور کولو ژمنه وکړه.

دا لومړی ځل و چې ولادیمیر زیلنسکي هم د امریکا په کوربتوب د جرمني په رامسټین هوايي اډه کې د اوکراین د متحدینو په غونډه کې ګډون درلود، خومتحدینو یې د روسیې پر خاوره د اوږده واټن توغندیو د کارولو غوښتنه ونه منله.

نور خبرونه

رادیو