یو پاکستانی په نیویارک کې د یهودانو پر یوه مرکز د داعش لپاره د برید په پلانولو تورن شو

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د امریکا د عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د محمد شهباز خان په نوم یو پاکستانی، چې په کاناډا کې اوسيږي، په نیویارک کې د یهودانو پر یوه مرکز د داعش لپاره د وسله وال برید په پلانولو تورن شو.

محمد شهباز خان د چهارشنبې په ورځ په کاناډا کې ونیول شو.

د امريکا د عدليې وزارت د جمعې په ورځ (د وږي ١٦مه) په يوه خبرپاڼه کې ليکلي، ټاکل شوې وه محمد شهباز خان دغه بريد د اکتوبر په اوومه پر اسراييل د حماس د بريد د کليزې په شاوخوا کې په نيويارک کې ترسره کړي.

د خپرو شويو معلوماتو له مخې، نوموړي په نيويارک کې د يهودانو پر يوه مرکز د ډزو نيت درلود.

دغه پاکستانی وګړی تېره چهارشنبه د کاناډا په کبک کې ونیول شو.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي، محمد شهباز خان چې په شازب جادون مشهور و، د ایف بي ای او کاناډايي امنیتي چارواکو په همکارۍ پېژندل شوی دی.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې امریکا به له خپلو کورنیو او نړیوالو شریکانو سره د داعش او نورو ترهګرو سازمانونو او د هغوی د ملاتړو له خوا له رامنځته شوي ګواښ سره د مقابلې لپاره ګډ کار ته دوام ورکړي.

نور خبرونه

رادیو