روسیه وايي، چې په دغه هېواد کې د برېکس سرمشریزه جوړېږي

AP ۱۴۰۳ وږی ۱۷

د روسیې خبري اژانسونو راپور ورکړی، چې په پام کې ده د برېکس د غړو هېوادونو سرمشریزه (د لړم په لومړۍ نېټه) په کازان ښار کې جوړه شي.

د راپورونو له مخې، په پام کې ده چې د روسیې او چین ولسمشران ولادیمیر پوتین او شي جېن پېنګ د دغې سرمشریزې په څنډو کې دوه اړخیزې ناستې هم ترسره کړي.
د برېکس ډلې اصلي غړي برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا هېوادونه دي؛ خو دغه ډله د روان زېږدېز کال په پیل کې مصر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، ایران و اېتوپیا په ورګډېډو سره نوره هم پراخه شوه.
روسیې ویلي، چې په راتلونکې غونډه به په سیاسي، امنیتي، اقتصادي او مالي برخو کې د دوی د همکاریو په پراختیا ورټوله وي.

نور خبرونه

رادیو