انګلستان کې په تېرو پنځو کالو کې جنسي تېری، کورنی تاوتریخوالی او ځورونه ۳۷ سلنه زیاته شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د پولیسو په وینا، په انګلستان او ویلز کې پر ښځو او نجونو جنسي تېری په یوې "ناروغۍ" بدله شوې موضوع ده، چې د ترهګرۍ او سازمان شوي جرم په شان د اندېښنې وړ ده.

د هغه راپور له مخې چې د پولیسو د مشرانو د ملي شورا له‌خوا خپور شوی، په هر کال کې لږ تر لږه د ۱۲ مېرمنو له ډلې یوه یې د تاوتریخوالي سره مخامخېږي، یا په بله وینا ۲ مېلیونه مېرمنې او لږ تر لږه په ۲۰ پېغلو کې یوه به د دغه تاوتریخوالي سره مخامخه وي.
راپور ښیي، چې په تېرو پنځو کلونو کې د جنسي تېري، کورني تاوتریخوالي، وهلو ټکولو او ځورولو په کچه کې ۳۷ سلنه زیاتوالی راغلی.
د پولیسو د مشرانو د ملي شورا مشر مېګي بلېټ په وینا، وضعیت د هغې کچې، پېچلتیا او پر قربانیانو د اغېزو له مخې یو "ملي بېړني حالت" ته رسېدلی دی.
هغه وویل، چې حکومت باید په دې برخه کې اړین ګامونه واخلي.
د بریتانیا لومړي وزیر کې‌یر سټارمر ژمنه کړې، چې د هغه حکومت به دا تاوتریخوالی ۵۰ سلنه کم کړي.
په انګلستان او ویلز کې پولیسو د ۲۰۲۳ کال د مارچ تر پایه په ۱۲ میاشتو کې د جنسي تېري او نورو جدي جرمونو له ۱۰۰ زرو څخه زیاتې پېښې او د کورني تاوتریخوالي او وهلو ټکولو ۴۰۰زره پېښې یې ثبتې کړې دي.

نور خبرونه

رادیو