د امریکا د کانګرس مخکینۍ مشرې د نتنیاهو وینا د کانګرس په تاریخ کې تر ټولو 'بده وینا' بللې

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د امریکا د کانګرس مخکینۍ مشرې کانګرس ته د اسراییل د لومړي وزیر وینا د امریکا د کانګرس په تاریخ کې تر ټولو 'بده وینا' وبلله.
نانسي پلوسي په اېکس پاڼه لیکلي، د اسراییل لومړي وزیر نتنیاهو د امریکا د کانګرس په تاریخ کې تر ټولو 'بده وینا' وکړه.

هغې ویلي، نتنیاهو باید د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره لاس په کار شي.

د امریکا کانګرس ته د اسراییل د لومړي وزیر د وینا پر مهال د کانګرس مسلمانې غړې رشیده طلیب خاموشه مظاهره وکړه او نورو غړو یې د نتنیاهو د وینا سره پریکون وکړ.
د امریکا کانګرس ته د اسراییل د لومړي وزیر د وینا پر مهال د کانګرس له ودانۍ بهر سلګونو کسانو د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون وکړ او په غزه کې یې د سملاسي اوربند غوښتنه وکړه؛ خو نتنیاهو بیا ویلي، چې د دغه لاریونوالو ملاتړ د ایران له‌خوا کېږي.
د اسراييل لومړی وزير به امريکا ته د خپل دغه سفر په ترڅ کې نن د امريکا له ولسمشر جوبایډن سره هم وګوري او په غزه کې به د اوربند پر پلان خبرې وکړي.
د اسراییل لومړی وزیر نتنیاهو به په جلا، جلا توګه د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند له نوماندې کاملا هرېس او د جمهوري غوښتونکو له نوماند ډونلډ ټرمپ سره هم وګوري.
له بل پلوه د ډیموکراټ ګوند ځینو استازو په فلسطین کې د زرګونه فلسطینایو د وژنې په غبرګون کې په دغې ناسته کې له ګډونه ډډه وکړه.

نور خبرونه

رادیو