امریکایي چارواکی: داسې ښکاري، چې په غزه کې د اوربند په اړه خبرې وروستي پړاو ته نږدې شوې

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د امریکا یوه جګپوړي چارواکي د چهارشنبې په ورځ وویل، داسې ښکاري چې د غزې په جګړه کې د یرغمل شویو کسانو لپاره د اوربند په اړه خبرې اترې په خپل وروستي پړاو کې دي.

له بل پلوه د امریکا ولسمشر جوبایډن او د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو به نن د اوربند په اړه په خپلو کې خبرې وکړي.
دغه چارواکي همداراز ویلي، چې پاتې خنډونه د لرې کولو وړ دي او په راتلونکې اونۍ کې به د اسراییل او حماس ترمنځ یوې هوکړې ته د رسېدو په موخه نورې ناستې پاستې هم ترسره شي.
ورته مهال د حماس یوه جګپوړي چارواکي سمیع ابو زهري د چهارشنبې په ورځ وویل، چې د امریکا کانګرس ته د اسراییل د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو وینا د دې څرګندونه کوي چې هغه نه غواړي اوربند وشي.
هغه ویلي:« د نتنیاهو وینا له درواغو ډکه وه.»
هغه زیاته کړه، چې له اسراییل سره هر ډول اتحاد به د "شهیدانو له وینو سره خیانت" وي.

نور خبرونه

رادیو