د بښنې نړۍوال سازمان: بنګله دېش کې د لاریونونو پرمهال لږ تر لږه ۱۹۷ کسان وژل شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د بښنې نړۍوال سازمان وایي، بنګله دېش یو له هغو هېواادونو دی چې زده‌کړیالان یې د مرګ تر پولې ځپل شوي دي.
دغه سازمان وایي، د بنګله دېش په لاریونونو کې لږ تر لږه ۱۹۷ کسان وژل شوي او په زرګونه نور بیا ټپیان دي.

د دغه سازمان په اېکس پاڼه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې بنګله دېش باید په سملاسي ډول د لاریونوالو پر ضد عملیات ودروي.
د دغه سازمان په خبرپاڼه کې راغلي، بنګله دېش د دغه هېواد له خپلواکۍ وروسته په خپل تاریخ کې د لاریونوالو پر وړاندې تر ټولو زیات د خونړي کړکېچ شاهد دی.
دغه لاریونونه د ۲۰۲۴ کال د جولای په لومړۍ نېټه وروسته له هغه پیل شول، چې د بنګله دېش عالي محکمې د دولتي دندو لپاره د کوټې سیسټم بېرته نافذ کړ.
له بل پلوه د بنګله دېش حکومت د دغه هېواد په ځینو برخو کې پر انټرنېټ بندیز لګولی دی.
همدارنګه د بنګله دېش حکومت ښوونځي او پوهنتونونه د پراخو لاریونونو له امله د نامعلومې مودې لپاره تړلي دي.
د بښنې نړۍوال سازمان تر دې وړاندې ویلي و، په بنګله دېش کې اسناد ښیي چې پولیسو د زده‌کړیالانو لاریونوالو په وړاندې ناقانونه ځواک کارولی دی.
د بنګله دېش حکومت په وروستیو ورځو کې ګرځبندیز هم اعلان کړی و.

نور خبرونه

رادیو