د اولمپیک لوبو لپاره د داعش ګواښ؛ د فرانسې امنیتي ځواکونه د منځنۍ اسیا کډوال څاري

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د فرانسې د کورنیو چارو وزیر وویل، امنیتي ادارې د منځنۍ اسیا لسو هېوادونو د کډوالو څارنه کوي، چې د المپیک لوبې د داعش له بریدونو وژغوري او له ځینو په دې اړه څېړنې هم شوې دي.
جیرالډ ډارمنېن، د داعش خراسان څانګه تر ټولو خطرناکه ترهګره ډله بللې ده.

نوموړي له پاریس مجلې سره په مرکه کې، چې تېره ورځ خپره شوه، ویلي، چې دوی تر اوسه پورې د المپیک لوبو ته کوم ځانګړی ګواښ نه دی موندلی.
ډارمنېن زیاته کړه چې د داعش له ګواښ سره د مبارزې لپاره، امنیتي ادارې «په ځانګړې توګه ټول هغه خلک چې د پخواني شوروي ټلوالې له لسو جمهوریتونو څخه راغلي دي، ارزولي او یا یې څاري .»
رویټرز تېره اوونۍ راپور ورکړ چې فرانسوي امنیتي ځواکونه په دغه هیواد کې د تاجکستان او منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو وګړي څاري چې په دې سره استخباراتي تشه هم ډکه کړي.
د تاجکستان او منځنۍ اسیا هېوادونو اوسېدونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې پولیسو له دوی سره اړېکې نیولې، د هغوی او خپلوانو په اړه یې معلومات ترې غوښتي دي.
د فرانسې پولیسو د سه شنبې په ورځ یو روسي وګړی په پاریس کې د المپیک لوبو د ګډوډولو د پلان په تور نیولی دی.
د داعش خراسان څانګې چې تر ډېره یې په افغانستان کې خپل بریدونه زیات کړي، تېر کال یې د ایران او روسیې په ګډون له افغانستانه بهر وژونکي بریدونه وکړل.
په ایران او روسیه کې په وروستیو دوو خونړیو بریدونو کې برید کوونکي د منځنۍ اسیا هېوادونو وګړي وو.

نور خبرونه

رادیو