نتنیاهو د اسراییل ضد لاریونوالو ته: د مظاهرو په کولو تاسو د ایران لپاره ګټور 'احمقان' یاست

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امريکا کانګرس ته په خپله وينا کې په واشنګټن کې پر هغو کسانو نيوکه کړې، چې د اسراييل پر ضد يې لاريونونه کړي.

هغه ویلي:« د مظاهرو په کولو سره، تاسو د ایران لپاره ګټور 'احمقان' یاست.»

هغه په خپله وینا کې وویل، چې په منځني ختیځ کې د ایران ملاتړي ځواکونه د امریکا، اسراییل او زموږ د عربي ملګرو پر ضد جنګېږي.
د اسراییل لومړي وزیر ویلي، چې امریکا او اسراییل باید د دغو ځواکونو پر وړاندې په ګډه ودرېږي.
نتنیاهو وویل:« زه تاسو ټولو ته ډاډ درکوم، چې دا جګړه به وګټو، په غزه کې د اسراییل جګړه د وحشت او تمدن ترمنځ ده.»
د اسراییل لومړي وزیر وویل، چې دوی د یرغمل شویو خوشې کولو لپاره کار کوي او د ولسمشر بایډن څخه مننه کوي چې د اسراییل سره یې د زړه له کومې مرسته کړې.
له بل پلوه د امریکا د کانګرس مخکینۍ مشرې کانګرس ته د اسراییل د لومړي وزیر وینا د امریکا د کانګرس په تاریخ کې تر ټولو بده وینا وبلله.
هغې ویلي، نتنیاهو باید د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره لاس په کار شي.
له بل پلوه د ډیموکراټ ګوند ځینو استازو په فلسطین کې د زرګونه فلسطینایو د وژنې په غبرګون په دغې ناسته کې ګډون ونه کړ.

نور خبرونه

رادیو