د ترکیې پولیسو له داعش ډلې سره د غړیتوب په تور څه باندې ۷۰ کسان نیولي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد په ۱۳ بېلابېلو ښارونو کې له داعش ډلې سره د غړیتوب په تور د ۷۲ کسانو د نیولو خبر ورکړ.
علي یرلي کایا ویلي، چې له تورنو کسانو څخه تر ډېرې اندازې پیسې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په خپل اېکس کې د لسګونو داعشي تورنو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
تورن کسان په انقره، انتالیا، استانبول، ادانا، مرسین، ترابزون او د ترکیې په ځینو نورو ښارونو کې نیول شوي دي.
یاد وزارت د روان کال د غویي میاشتې په پیل کې هم اعلان وکړ، چې په تېرو لسو میاشتو کې دوه زره او ۹۹۱ کسان له داعش ډلې سره د غړیتوب په تور نیول شوي دي.
له دې سره، د ترکیې دفاع وزارت هم د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په تېره یوه اونۍ کې څه باندې ۹۴ ترهګر له امنیتي ځواکونو سره په نښتو وژل شوي دي.
ترکیې د داعش ډلې سربېره د کردستان د کارګرانو ګوند، د کردستان د جوامع اتحادیه، د فتح الله ګلن ګوند او ځینې نورې ډلې د ترهګرو په نوم اعلان کړي دي.
د ترکیې د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، د روان میلادي کال له پیل راهیسې تراوسه د یادو ډلو یو زرو ۵۲۱ غړي وژل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو