په ۲۰۲۳ کال کې په هره یوه دقیقه کې یو کس د ایډز ناروغۍ له امله مړ شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۴

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې ویلي، چې تېر کال شاوخوا ۶۳۰ زره د ایډز په ناروغۍ اخته کسان مړه شوي دي.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې نږدې ۴۰ مېلیونه کسانو د اېچ ای وي په ویروس اخته شوي وو او له ۹ مېلیونو د ډېرو کسانو هېڅ درملنه نه ده شوې.

د ملګرو ملتونو دا نوی راپور ښیې، چې د ایډز د له منځه وړلو لپاره پرمختګ پڅ شوی، د هېوادونو بودجه کمه شوې او په منځني ختیځ، شمالي افریقا، ختیځې اروپا، منځنۍ اسیا او لاتینې امریکا کې نوې مکروبونه مخ په زیاتېدو دي.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې به شاوخوا ۶۳۰ زره کسان د اېډز له ناروغۍ مړه شوي وي، د دې مانا دا ده چې په هره دقیقه کې یو کس له دغې ناروغۍ مړ شوی دی.
که څه هم چې دا شمېره په ۲۰۰۴ کال کې په ایډز د اخته ۲.۱ مېلیون کسانو د مړینې پرتله ډېره کمه ده؛ خو دا د ۲۰۲۵ کال لپاره له ټاکل شوي هدف څخه دوه چنده زیاته ده، چې باید هر کال له ۲۵۰ زرو څخه کم کسان وي.

د راپور له مخې، د نړۍ په کچه د محدودو ډلو ترمنځ د نویو مکروبونو انډول، د جنسي کارکوونکو، همجنس خوښو او روږدو کسانو په ګډون، په ۲۰۱۰ کال کې له ۴۰٪ څخه په ۲۰۲۳ کې ۵۵٪ ته لوړ شوی.
بله مسله چې په دې راپور کې ذکر شوې د ایډز د درملنې لوړ لګښت دی.
په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د اېچ ای وي د برخې مشر سزار نونیز وویل، چې یوازې د یوې ستنې لګول کولای شي چې د شپږو میاشتو لپاره د ایډز په وړاندې بدن خوندي کړي او د دوه خوراکونو لګښت په کال کې ۴۰ ډالره دی او ډېر کسان د دغه ډول لوړ قیمت د درملنې وس نه لري.

نور خبرونه

رادیو