په نیپال کې د الوتکې نسکورېدو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

په نیپال کې د الوتکې د راپرېوتو په پېښه کې لږ تر لږه ۱۸ کسان مړه شوي دي؛ خو پیلوټ یې ژوندی پاتې او په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
ویل شوي، چې دغې کوچنۍ الوتکې د نیپال په پلازمېنې کټمندو کې له لوېدو وروسته اور اخیستی.

د هوايي ډګر د امنیت مشر ارجن چند تاکوري وویل، الوتکه د کټمندو له تریبوان نړۍوال هوايي ډګر څخه د الوتنې پر مهال نسکوره شوې ده.
د نوموړي په خبره، په دغې الوتکه کې د پیلوټ په ګډون ۱۹ کسان سپاره وو چې اتلس کسان یې مړه شوي او یوازې پیلوټ په کې ژوندی پاتې دی.
نیپالي رسنیو ویلي، الوتکه د سیمه‌ییز سوریا هوايي شرکت اړوند وه.
نیپال په دوامداره توګه د خپل کمزوري هوایي خوندیتوب له امله تر نیوکو لاندې دی.
په دغه هېواد کې د الوتکې د نسکورېدو تر ټولو خونړۍ پېښه په ۱۹۹۲ کې رامنځ ته شوه، کله چې د پاکستان نړۍوال هوایي شرکت (پي ای اې) الوتکه کټمندو ته د نږدې کېدو پرمهال د غونډۍ سره ولګېده، چې له امله یې ۱۶۷ کسان مړه شوي ول.
په ۲۰۲۳ کال کې هم لږ تر لږه ۷۲ کسان په ورته پېښه کې مړه شو وو.

نور خبرونه

رادیو