د روسیې د پوځ یو استخباراتي افسر په مسکو کې د یوې چاودنې له امله ټپي شو

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د روسیې د پوځ د استخباراتو یو افسر او مېرمن یې د چهارشنبې په ورځ د مسکو په شمال کې د موټر بم په چاودنه کې ټپیان شول.

د روسیې ورځپاڼې کامرسانت راپور ورکړی، چې په دغه چاودنه کې د پوځي افسر دواړه پښې پرې شوي او روغتیايي وضعیت یې نازک دی.

د روسي رسنیو د راپورونو له مخې؛ اندري تورګاشف او مېرمن یې د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۳مه) د مسکو په شمال کې په چاودنه کې ټپیان شوي دي.

د روسیې د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پېښه د موټر لاندې د ځای پر ځای شوي نامعلومې وسیلې د چاودنې له امله رامنځته شوې او په اړه یې پلټنې پیل شوې دي.

د دغه وزارت ویاندې ارینا ولک وویل: «ټپیان امبولانس کې یوه طبي مرکز ته وړل شوي دي. پولیس د پېښې د ښکیلو کسانو د پیژندلو لپاره څیړنې پیل کړي دي.»

د روسي رسنیو په وینا، چاودنه سمدلاسه وروسته له هغه وشوه چې دغه افسر او یوه ښځه ټویوټا لنډ کروزر ماډل موټر ته ننوتل.

بل خوا تاس دولتي رسنې راپور ورکړی، چې پېښه کې ۵ نورې موټرې هم ویجاړې شوي دي.

نور خبرونه

رادیو