په اېتوپیا کې د ځمکې ښویېدو له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ واوښت

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

په اېتوپیا کې سیمه‌ییز چارواکي وايي، تېره ورځ د سوېلي اېتوپیا ایالت په غرنۍ سیمه کې له سختو ورښتونو وروسته ځمکه ښویېدلې ده.
په دغې پېښه کې لږ تر لږه ۲۲۹ کسان مړه شوي دي.

سیمه‌ییزو چارواکو خبرداری ورکړی، چې کېدای شي د مړو شمېره نوره هم لوړه شي.
د چارواکو په وینا، د مړو شویو کسانو شمېره له هغه وروسته لوړه شوه چې د سیمې خلک د خاورو لاندې شویو کسانو د ژغورنې لپاره راغلي وو او خپله د دویمې ځمک ښویېدنې له امله مړه شول.
چارواکي وایي، چې په مړو شویو کسانو کې ښځې، ماشومان او پولیس هم شامل دي.
د چارواکو په خبره، په سیمه کې د ژغورنې عملیات لاهم روان دي.
له بل پلوه اوچا وایي، د سویلي اېتوپیا ایالت د اپرېل او مې په لومړیو کې هم د موسمي بارانونو له امله ځپل شوی و چې د سېلابونو او ډله‌ییزو بې ځایه کېدو لامل شوی و.
ویل کېږي، چې په دغې سیمه کې په ۲۰۱۸ کال کې هم د یوې اونۍ په اوږدو کې د دوو جلا ځمک ښویېدو له امله لږ تر لږه ۳۲ کسان مړه شوي وو.

نور خبرونه

رادیو