د رویټرز نظرپوښتنه: هاریس د امریکا په ټاکنو کې له ټرمپ څخه دوه سلنه مخکې ده

AP ۱۴۰۳ زمری ۳

د رویټرز/ایپسوس نظرپوښتنه ښیي چې کاملا هاریس د جو بایډن له سیالۍ څخه له وتلو وروسته په ټاکنو کې له ډونالډ ټرمپ څخه دوه سلنه مخکې ده.
د دغې نظرپوښتنې له مخې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوې، د هاریس پلویان ۴۴ سلنه او د ټرمپ ۴۲ سلنه دي.

له دې مخکې، د کاملا هاریس د کمپاین ډلې ویلي و چې هغه به د اګسټ په میاشت کې په راتلونکي ډیموکراتیک کنوانسیون کې د ډیرو رایو ورکونکو په ملاتړ ترلاسه کولو سره د ګوند نوماندي وګټي.
د دې تر څنګ یوه بله سروې چې د (Morning Consult) له‌خوا ترسره شوې د رویټرز/ایپسوس سروې سره توپیر لري. د دې نظرپوښتنې له مخې ټرمپ به ۴۷ سلنه او هاریس ۴۵ سلنه رایې خپلې کړي.

بوډاتوب هم په دې برخه کې د ټرمپ مخه ډب کړې ده. د رویټرز یوې نظرپوښتنې موندلې چې ۵۶ سلنه ځواب ویونکو ویلي چې ۵۹ کلنه هاریس د ۷۸ کلن ټرمپ پرتله قوي ذهن لري. یوازې ۴۱ سلنه خلکو ویلي چې ټرمپ په ذهني او فزیکي توګه د ستونزو د حل او هیواد چلولو لپاره چمتو دی.
د بایډن په قضیه کې، دا شمیره ۲۲ سلنه وه. د پاخه عمر مسله د دې لامل شوه چې بایډن د ډیموکراتیک ګوند د غړو تر فشار لاندې له ټاکنو څخه ووځي.
د رویټرز نظرپوښتنه چې د دوشنبې او سه شنبې په ورځو کې ترسره شوې، د جمهوري غوښتونکو ملي کنوانسیون او د یکشنبې په ورځ د بایډن له اعلان وروسته راځي چې هغه له سیالۍ څخه وتلی او د هاریس ملاتړ کوي.
په یوه نظرپوښتنه کې چې د جولای په ۱۵ او ۱۶ ترسره شوه، هاریس او ټرمپ دواړو د ۴۴ سلنه خلکو ملاتړ درلود. د جولای په لومړۍ او دویمه نظرپوښتنه کې ټرمپ په سلو کې یو مخکښ و.
د ټرمپ په کمپاین کې یو نظرپوښتونکي د هاریس لپاره د ملاتړ زیاتوالی د هغې د نوماندۍ د پراخه رسنیز پوښښ له امله لنډمهاله ارزولی.

نور خبرونه

رادیو