د فلسطین کړکېچ؛ فلسطیني ډلو د «ملي یووالي» تړون لاسلیک کړ

AP ۱۴۰۳ زمری ۲

د چین د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی، چې د حماس او فتح په ګډون ۱۴ فلسطیني ډلو د خپل منځي اختلافاتو د پای ته رسولو لپاره د بېجینګ په منځګړتوب د «ملي یووالي» تر نامه لاندې یوه موافقه لاسلیک کړه.

دغه موافقه د سې شنبې په ورځ په بېجينګ کې د درې ورځنيو غونډو په پای کې لاسليک شوه.

د چين بهرنيو چارو وزارت د سې شنبې په ورځ (د زمري ۲مه) نېټه په يوې اعلاميه کې ویلي، چې د جولای په ۲۱مه او ۲۳مه نېټه د دغه هېواد په پلازمېنه کې د خبرو اترو په پای کې د ۱۴ فلسطيني ډلو ترمنځ دغه تړون لاسلیک شو.

د حماس یوه جګپوړي چارواکي حسام بدران وویل: «د بیجینګ د اعلاميې تر ټولو مهم ټکی د فلسطین د چارو د اداره کولو لپاره د فلسطین د ملي يوالي د حکومت جوړول دي.»

د حماس او فتح د پخلاینې او د ۱۷ کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره د مصر او نورو عربي هېوادونو پخوانۍ هڅې بریالۍ نه وې.

دا غونډه په غزه کې د اوربند هوکړې ته د رسېدو لپاره د نړۍوالو منځګړیو د هڅو په ترڅ کې جوړه شوې وه او په دې غونډه کې د اختلاف یو ټکی د «راتلونکې ورځ» په نوم پروګرام دی، چې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته به د غزې اداره څنګه وي.

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو ويلي، چې د ده موخه د ايران له ملاتړه برخمنه حماس ډله له منځه وړل دي او د غزې تر جګړې وروسته په اداره کې د دې ډلې د هر ډول رول مخالف دی.

د اسراییل بهرنیو چارو وزیر یسرایل کاتز پر اېکس پانه د دې موافقې په غبرګون کې ليکلي: «محمود عباس د دې پر ځای چې ترهګري رد کړي، د حماس قاتلین او تیري کوونکي په غېږ کې نيسي او خپله اصلي څېره په ډاګه کوي.»

هغه زیاته کړه: «په حقیقت کې به دا ونه شي، ځکه چې د حماس حکومت به نسکور شي او عباس به له لرې څخه غزه وګوري، امنیت به یوازې د اسراییل په لاس کې وي»

اوس مهال غزه د حماس ډلې له خوا اداره کیږي او فتح د فلسطین د ادارې د ملا تېر جوړوي، چې په لوېدیځه غاړه کې محدود کنټرول لري.

دغه مخالفو ډلو حماس او فتح د روان کال په اپریل میاشت کې په بیجینګ کې سره وکتل، چې له ۱۷ کلنې شخړې وروسته د پخلاینې په اړه خبرې وکړي.

دا د غزې د جګړې له پیل راهیسې چین ته د حماس د پلاوي لومړی سفر دی.

نور خبرونه

رادیو